كيف تكون داعية في بيتك

وروڼو او خويندو ! السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

ځينې کسان ګمان کوي چې دعوت به سخت او مشکل وي مهارت ، وعظ او نورو ته به ضرورت لري .

و الله اي وروڼو او خويندو ډير آسانه کار دی او ددې ډير آسانه وسائل شته .

د خير ډېرې لارې دي زه يې خپل ځان او نورو ته دا لاندې څو آسانه لارې بيانوم :

څنګه پخپل کور کې يو داعي شې ؟

۱- په خپل کور کې د يوې قرآني او علم شرعي حلقې جوړول که څه هم د ورځې يو ساعت يا نيم ساعت وي ، په دې سره به ستاسې کور د ذکر مجلس جوړ شي او الهي رحمت به درباندې نازليږي .

۲- يا هم خپله کورنۍ د شرعي نصيحت ، يا د قرآنکريم د اوريدو لپاره جمع کول که هم د ورځې لږ حصه وي او يا هم په اونۍ کې يو ځل وي .

۳- په کور کې د يو کوچني کتابتون جوړول ، د کور لپاره د علم شرعي ځينې ضروري کتابونو اخيستل لکه : عقيده ، فقه عبادات ، د خويندو احکام ، اسلامي اخلاق او آداب ، ناروا بدعتونو او رواجونه ، تفسير شريف ، قصص الأنبياء ، سيرت نبي ، د صحابه کرامو د ژوند احوال او نور .

او د دغو کتابونو لوستل خپلې کورنۍ ته او يا هغوی مطالعې ته تشويق کول .

۴- د اسلامي وعظ ، د قرآنکريم د تلاوت او تجويد د سي ډي ګانو اخيستل او هغه خپلې کورنۍ ته په اختيار کې ورکول .

خپله کورنۍ له شرعي احکامو خبرول يو ديني مسئوليت او زيات اهم کار دی ، ابوذر او ابن عمر رضی الله عنهما وايي :«باب من العلم نتعلمه أحب إلينا من ألف ركعة تطوعًا»

يعنې : د علم شرعي د يو باب زده کول به مونږ ته تر زرو رکعتونو نفلو خوښ وو .

۵- د خپلولۍ پالل او د هغه د قطع کولو څخه توبه ايستل ، ځکه د خپلوی د قطع کوونکې دعا نه قبليږي .

۶- خپلې کورنۍ ته په نيکو کارونو امر او له بدو کارونو څخه د هغوی منع کول (أمر بالمعروب و نهی عن المنکر) ځکه چې دا د کور د مشر او مشرې ديني مسئوليت دی ، هغوی ته په عبادت، اخلاقو او اسلامي آدابو حکم کول له منکراتو او په خاصه توګه د موسيقي اوريدو ، مسلسلو سريالونو کتلو ، بې حجابۍ ، او په کور کې د تصويرونو ځړولو او نورو معاصرو فتنو څخه منع کول .

د کور مسئول به دائم په همدې فکر کې وي چې څنګه خپل ځان او خپل اهل عيال د دوزخ له اوره څخه وژغورم.

الله سبحانه وتعالی فرمايي:[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ] (التحريم:۶).

ژباړه:  ای مؤمنانو ! خپل ځانونه او خپل اهل عيال له هغه اور څخه وساتئ چې خس يې خلک او تېږي دي .

۷- له خپلې کورنۍ سره يو ځای د الله تعالی په خلقت او قدرت کې فکر کول ، ابو الدرداء وايي :«تفكر ساعة خير من قيام ليلة» ( يو ساعت تفکر د شپې له قيام څخه غوره دی ) .

۸- د ګاونډيانو سره نيک سلوک کولو ته د خپلې کورنۍ تشويق او د ګاوندې د ضرر له رسولو څخه د هغوی منع کول ځکه په حديث شريف راغلي دي :« لا يَدْخُلُ الجنَّة مَنْ لا يأْمنُ جارُهُ بوَائِقهُ» (رواه مسلم) .

ژباړه : جنت ته نشي تلی هغه څوک چې د ضرر څخه يې ګاوندې په امن نه وي .

و ماتوفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email