د جنیتک کلوننگ په مورد اسلامی احکامات؟ آیا جنیتک کلوننگ جائز ده او که نه؟

يعنې د جنس اړول .

محمد حليم

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د جنس (تناسلي آلې او نورو ) تغير او بدلولو عمليات شرعاً حرام دي ځکه چې دا کار په خلق الله کې تغير راوستل دي ، او دا کار يوازې ظاهري بڼه لري اصلاً هيڅوک نشي کولای نارينه په ښځه او ښځه په نارينه بدل کړي ، بلکي يوازې ظاهري بڼه لري چې د حيض راتلو او حمل نيولو هيڅ قابليت نلري ، دوکتور محمد علی البار په دې اړه پوره طبي تحقيق کړی دی .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : لِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ يَهَبُ لِمَنْ يَشَاءُ إِنَاثًا وَيَهَبُ لِمَنْ يَشَاءُ الذُّكُورَ (الشورى: 49).

ژباړه : خاص الله لره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، څه چې وغواړي هغه پیدا كوي۔ چا ته چې وغواړي جینكۍ وركوي او چا ته چې وغواړي هلكان وركوي.

مګر په هغه صورت کې چې يو انسان اصلاً ښځينه وي خو په جنس کې يې مشکل وي يا اصلاً نارينه وي په جنس (شرمګاه ) کې يې څه مشکل وي نو د دغه مشکل رفع کول د عمليات په وسيله جايز دي .

جاء في فتاوي اللجنة الدائمة :

والعملية الجراحية الجائزة في هذا : إذا كان الشخص قد خلق من الأصل ذكراً أو أنثى ، ولكن أعضاءه غير ظاهره ، فيجوز إجراء عملية جراحية لإظهار تلك الأعضاء ، وإعطاء الشخص أدوية أو هرمونات لتقوية أصل الخلقة التي خلقه الله عليها .

وأما من يُخلق بعضوي تناسل أنثوي وذكري – وهو ما يسمى بـ”الخنثى المشكل” : فلا يجوز الاستعجال بإلغاء أحدهما وإظهار الآخر ، بل يُنتظر حتى يُعلم ماذا يقدِّر الله تعالى له ، فقد يظهر ذلك بعد مضي وقت من عمره .

(الاسلام سوال جواب ،  فتاوى اللجنة الدائمة ” ( 25 / 45 – 49 )

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email