د مفاسد أو مصالحو مقایسه أو مثالونونه که را ته بيان کړئ ښه به وي .

سپوژمۍ

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د اسلامي شريعت قاعده ده چې :« جلب المصالح ودرء المفاسد» .

يعنې د اسلامي شريعت ستر مقصد د مصالح جلب او د مفاسدو او ضرر دفع کول دي .

مصالح د مصلحت جمع ده او مصلحت : په لغت کې اصلاح (جوړولو) ته وايي چې د فساد (خرابی ) ضد دی .

مصلحت په اصطلاح کې لکه څنګه چې امام غزالي رحمه الله وايي : د پنځو شيانو د شرعي مقاصدو حفاظت دی لکه: د دين حفاظت ، د نفس حفاظت ، د عقل حفاظت ، د نسل حفاظت او د مال حفاظت ته وايي .

او مفسد : خرابۍ ، فساد او زيان او ضرر ته وايي .

مثال : يو کس د استوګڼې په ساحه کې د سترو ماشينونو فابريکه جوړوي چې د ماشينونو له آواز څخه يې نږدې ګاونډې ته تکليف رسيږي .

د فابريکې څښتن وايي دا زما ملکيت دی څنګه مې چې خوښه وي هسې کار ورنه اخلم ، په دغه کار کې زما مصلحت او ګټه ده ، مونږ وايو صحي ده په دغه کار ستا ګټه او د نورو زيات او ضرر دی او نورو ته د فساد سبب دی نو په دغه صورت درء المفاسد مقدم دی په جلب مصالح باندې .

(قواعد الفقهية – الاکاديمة الاسلامية )

 و الله سبحانه وتعالی اعلم

Print Friendly, PDF & Email