دانلاین  اسلامي لارښود ډېرو معززو او زړه ته راتېرو مسولینوپه سلامونو او احتراماتو مو هر کلی کوو،تاسو روغتیا او سلامتیا زموږ هيله ده. یوه پوښتنه ده که يې ځواب راکړئ.
یو ه  ورور  ته مو په ماشومتوب کې یوه ټوټه ځمکه چابښلې،هغه مهال مو پلار ژوندی و خو اوس مو پلار نشته  وروڼه مو غواړي له پلاره پاتې  شوی ملکیت سره تقسیم کړي،هغه یو ورور مو ادعا کوي چې وربښل شوې ځمکه  له وروڼو سره نه تقسیموي،ددې موضوع شرعي حکم څه دی،که په اړه یې معلومات راکړئ مهربانې به مو وي.؟

عبدالمتين حميدي


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کچېرې کوم کس په صريح لفظ صغير (نا بالغ ) ته څه شی هديه کړي نو نا بالغ ولي به يې قبض کړي. کله چې بالغ شو هغه ته به يې وسپارې .

فلو وهب أجنبي للصغير شيئاً، فيقبض عنه وليه على هذا الترتيب عند الحنفية: الأب، ثم وصيه، ثم الجد، ثم وصيه، ومن غاب من هؤلاء غيبة منقطعة

تنتقل الولاية إلى الأبعد، كما في ولاية النكاح؛ لأن التأخير إلى قدوم الغائب يؤدي إلى تفويت المنفعة على الصغير، فتنتقل الولاية إلى ما يتلوه.

فقه الاسلامي وادلته، البدائع: 126/5 ، فتح القدير: 125/7 ، حاشية ابن عابدين: 535/4.

د ماشوم سرپرست ته دا حق نشته چې هغه استعمال کړي مطلب دا چې کوم شی چې د ماشوم ملک شو په هغه کې بيا بل څوک حق نه لري د همغه ماشوم د پاره به يې لګوي نه د بل کوم زوی د پاره (اسلامې فقه ص ۷۲۷ مولانا مجيب الله ندوي)

نو کچېرې دغه ځمکه يو ورور ته هبه شوې وي نور وروڼه پکې حق نلري .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email