۱– د الشوری لفظ قرآني دی ، حکامو ته د الله تعالی حکم دی چې تاسې به له خپلو ماتحتو سره مشوره کوئ (وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْر) .

ډيموکراسي وضعي لفظ دی چې د سيکولرزم سياسي برخه ده ،لومړی په کال د (۱۷۸۹) په فرانسه کې د دين او مذهب پر خلاف مينځ راغلې چې هدف یې د سياست څخه د دين حذف کول دي، د خلکو د حکم (وضعې قانون) تحکيم پر خلکو باندې .

۲- په الشوری کې عدد معتبر نه دی بلکي هغه رأی د منلو وړ ده چې د شرع موافق وي ، مګر په ديموکراسۍ کې عدد معتبر دی کچيرې د اکثرو رأیې په باطل او ناورا کار ورکړ شي هغه د منلو وړ دي .

۳- په شوری کې به هغه کسان شامل وي چې هغوی د شوری شرعي اهليت ولري ، مګر په ډیموکراسۍ کې اهليت شرط نه دی .

۴- په شوری کې يوازې په اجتهادي مسائلو کې مشوره او رأی ورکول کيږي د دين په ثابتو احکامو کې هيڅ څوک د مشورې او رأی حق نلري ، مثلاً : د شرابو ، زنا او لواطت حرمت ثابت دی نه پکې څوک د مشورې ورکولو حق لري او نه هم څوک د رأی ورکولو حق لري .

مګر ډيموکراسي چې عصري شرک بلل کيږي ځانته د قانون جوړولو حق ورکوي کولای شي حلال حرام وګرځوي او په حرام باندې د حلال حکم ورکړي .

۵- د شوری منهج او قانون اسلامي شريعت دی، کچېرې د چا رأی او مشوره د شرع خلاف وي د اسلامي اخلاقو خلاف وي هغه لره هيڅ وزن او هيڅ اصل او اعتبار نشته .

 مګر په ديموکراسۍ کې دينې منهج ته اعتبار نشته ، مطلق اخلاق وجود نلري، حتی که چېرې د حيوان څخه يو پست او زريل کار باندې اکثريت رأی ورکړي د منلو وړ دی لکه د اشرف مخلوق انسان نکاح د سپي او خره سره ، او يا د نارينه واده له نارينه او د ښځينه له ښځينه سره چې داسې عمل پر حيواناتو کې هم وجود نلري .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email