د حيض پر مهال د جماع د حرمت حکمت څه دی ؟

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُواْ النِّسَآءَ فِی الْمَحِيضِ وَلاَ تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى’يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ] ( البقره 222 ).

ژباړه: پوښتنه کوی له تا څخه د حيض د حکم په باره کې ، ووايه دوی ته چه دا يوګندګي ده ، په حيض کې له ښځو لری اوسئ ترڅو چه پاکی نشی مه ورنږيدې کيږي ، کله چه ښی پاکې شی بيا ورسره يوځای شی.

قرآنکريم سوونه کاله مخکې دې مطلب ته اشاره کړې ده چې د حيض وينه فاسده او ګنده وينه ده د حيض پر مهال جماع کول د سړي او ښځې دواړو لپاره ضرر دی .

مګر نوي علمي تحقيقاتو اوس عصر کې د وسائلو په وسيله دغه خبره ثابته کړې ده .

د امريکا د صحي څيړنو مرکز (Centers for Public Health Research and Evaluation) دا ثابته کړې ده چې د حيض پر مهال جماع کول ضرر دی چې ځينې اضرار يې په لاندې ډول دي .

۱- د مياشتنی دورې (حيض ) وينه فاسده وينه ده چې په دغه وخت کې جماع کول د جنسي امراضو او باکتريا د انتشار او خپرېدو سبب ګرځي .

۲- د ښځې د تناسلې غړې د التهاباتو سبب ګرځي .

۳- د ښځې د شنډوالی ( د اولاد نه پيدا کيدو ) سبب ګرځي .

۴- د حيض په دوره کې د ښځې د بدن څخه اضافي او فاسده وينه بهيږي ، چې دا د ښځې د پاره د استراحت دوره ده تر څو بدن د حمل نيولو ته اماده شي چې ددې کار په وجه د ډيرو مشکلاتو او امراضو مخنوی کيږي .

اعجاز علمي في القرآن – بقلم عبد الدائم الكحيل

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email