علوم القرآن (قرآن پوهنه ) کتاب

ددې کتاب ځانګړتياوې:img_0533

۱-دا کتاب د اسلامي شريعت د نصوصو په رڼا کې ترتيب شوی دی ، د هوا او خپل نظر يو خبره هم پکې نشته بلکي هره خبره يې په شرعي نص ثابته شوې ده .

۲- ددې کتاب په لیکلو کې ډيره استفاده د علوم القرآن د ستر  امام ، امام سيوطي رحمه الله د کتاب «مختصر اتقان في علوم القرآن » او د اکادمي اسلامي د (علوم القرآن / دوکتور عبد الحكيم العجلان) کتاب څخه استفاده شوې ده ، اتفاق في علوم القرآن تر ټولو معتبر کتاب دی او د اکاديمي الاسلامي علوم القرآن ددې نړيوال ديني مرکز درسي نصاب دی.

۳- ددې کتاب مهمه ځانګرتيا دا ده چې د علوم القران د حاصلولو فائده او د ځينې مطالبو حکمت هم پکې بيان شوی دی ، مثلاً بيت عتيق ته د قرآن د يو ځل نزول حکمت څه دی ؟ ، د ناسخ او منسوخ حکمت څه دی ، د محکم او متشابح احکامو حکمت څه دی؟ او داسې نور .

۴- په دې کتاب کې د امکان تر حده کوښښ شوی دی چې مطالب يې په ساده او روانه ژبه ترتيب شوي دي او هر مطلب د ضرورت موافق تشريح شوی دی .

په آخر کې دا کتاب د توحيد او وحدانيت پرستی ټاټوبي افغان ولس ته ډالی کيږي ، هغه ولس چې هيڅ کله يې کفر او طاغوت ته سر نه دی ټيټ کړی او تل يې د طاغوت پر وړاندې کلکه مبارزه کړې او کوي يې .

او په همدې قرآنکريم يې ډيرې قربانۍ ورکړې دي نو مونږ ته ښايي چې ددې قرآن پوهه حاصله کړو .

کتاب ښکته کړئ

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 280 times, 1 visits today)