السلام علیکم ورحمة الله…… محترم زه ستاسو له محترم حضور څخه په دې اړه یوه فتوا غواړم چی د عوامو مسلمانانو لپاره د ملحدینو چې دا کوم ګروپونه یا صفحې دی کتل په قرانې او نبوی ارشاداتو سره راته وښیي چې عوام باید دا ونه ګوری ځکه د هغو ته له یوې خوا شک پیدا کیږی او له بلی خوا د هغو عوام څه زده نه وی نو ښکنځل ورته کوی چی ملحدین د دو ښکنځلو څخه د اسلام په ضد فایده اخلی ځکه عوامو ته د دعوت هغه اداب نه دې معلوم کوم چی الله تعالی په قرانی کې یادونه کړی او همدارنګه تاسو هم هغه په خپل سايټ کی خپاره کړی او همدارنګه سیرت النبی کی د علامه شبلی هم دا دری مهم اصول د دعوت لپاره ښودلې دی. مننه ستاسو د له بریا په هیله فتوا يو څه زر راکړی او دلته مسیج کې یی راوستوی چی زه یی هر ځای ورته پوست کړم

عبدالسلام حنفي


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د ملحدينو او مستشرکينو هغه پاڼې چې د اسلام پر ضد تبليغات کوي او غواړې پر مسلمانانو کې شکونه او فتنې رامينځته کړي ، کتل يې يوازې د هغه عالم لپاره جايز دي چې نيت يې د هغوی د کفري شبهاتو ، افکارو او عقائدو ردول وي .

د عامو مسلمانانو لپاره يې کتل جواز نلري ، ځکه زړونه په شک او فتنه اخته کوي او د هغوی د پاڼې کتل په کفر او منکر باندې سقوط دی .

حال دا چې د ايمان ورستۍ درجه په کفر او ناروا باندې د زړه انکار دی .

او کچېرې يې نيت دعوت وي نو د علم ، دليل او پوهې پرته ځواب او يا پر ښنځلو ځواب ورکول د مسلمان په حق کې د طعن سبب ګرځي او داسې کول د اسلامي دعوت د منهج خلاف دي .

او کچېرې څوک د الحادي افکارو او عقائدو خپرولو سايټونه لايک کوي او نيت يې پر کفر او الحاد باندې راضي کيدل او د هغوی د افکارو خوښول وي نو دا کار کفر دی .

اذا کان مستحسناً للکفر وراضیاً به نفسه … من رضی بکفر نفسه کفر، أی اجماعاً (شرح فقه اکبر / ملا علی قاري ص ۴۸۴) .

نو هغه دې توبه وباسي او د ايمان تجديد دې وکړي .

او کچېرې چا په ناپوهۍ سره لايک کړی وي نو هغوی دې توبه وباسي ځکه لايک د تائيد معنی لري او په آينده کې دې هيڅکله داسې کار نه تر سره کوي .

جاء في فتاوي الاسلام سوال جواب :

يجب على المسلم أن يحافظ على عقيدته وإيمانه ، ويهتم بسلامة فطرته وفكره ، ويهرب بدينه وقلبه من الشبهات والفتن ، فإن القلوبَ ضعيفةٌ والشبهَ خطَّافة ، تخطف بشيء من البريق الذي يزينها به أهل البدع والضلالات ، ولكنها في الحقيقة شبه واهية ضعيفة .
والنظر في كتب البدع والضلالة أو كتب الشرك والخرافة أو كتب الأديان الأخرى التي طالها التحريف أو كتب الإلحاد والنفاق لا يجوز إلا لمتأهِّل في العلم الشرعي ، يريد بقراءته لها الرد عليها وبيان فسادها ، أما أن ينظر ويقرأ فيها من لم يتحقق بالعلم الشرعي فغالبا يناله من هذه المطالعة شيء من الحيرة والغواية ، وقد وقع ذلك لكثير من الناس وحتى من طلبة العلم ، حتى انتهى بهم الأمر إلى الكفر والعياذ بالله ، وغالبا ما يغتر الناظر في هذه الكتب بأن قلبه أقوى من الشبهات المعروضة ، إلا أنه يفاجأ – مع كثرة قراءته – بأن قلبه قد تشرَّب من الشبهات ما لم يخطر له على بال .

وقد قالت اللجنة الدائمة كما في “مجلة البحوث الإسلامية” (19/138) :
” يحرم على كل مكلف ذكرا أو أنثى أن يقرأ في كتب البدع والضلال , والمجلات التي تنشر الخرافات وتقوم بالدعايات الكاذبة وتدعو إلى الانحراف عن الأخلاق الفاضلة ، إلا إذا كان من يقرؤها يقوم بالرد على ما فيها من إلحاد وانحراف ، وينصح أهلها بالاستقامة وينكر عليهم صنيعهم ويحذر الناس من شرهم ” انتهى .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email