انفاق في سبيل الله

د انفاق في سبيل الله خبرتيا

 

د لوی خير لپاره انفاق في سبيل الله

ټولنې ته په هر عصر کې د دين رسول ، وعظ او بيان ضرور دی، تر څو ناخبره پوه شي او غافله خلک بيدار او متوجه شي ، چې دا مسئوليت هر مسلمان ته د خپل وس موافق متوجه دی چا ته د علم او بيان ، چاته د ليکلو او چا ته د مالي امکاناتو مسئوليت متوجه دی .

د دعوت الی الله له وسائلو څخه يو غوره وسيله کتاب دی چې کيدای شي تر څو نسلونو پورې باقي او ډير خلک د هغه د لارښوونو څخه استفاده وکړي .

د ټولنې د ضرورت پر بنا مو ځينې کتابونه د خپل وس موافق چاپ کړي او د هيواد په ځينې ولاياتو کې مو ويشلې دي ، مګر لله حمد د خلکو شوق او رغبت ډير زيات دی ، کتابونه غواړي کتابونه نشته .

نو ځکه مو تصميم ونيو چې په دغه ستر دعوت الی الله کې ځينې مخلص وروڼه څه اندازه مالي کومک وکړي څو تر نورو وروڼو ته هم ورسيږي او د دوی لپاره به جاري صدقه وي ځکه دا کار عظيم کار دی ، عظيمه صدقه ده چې ځينې فضائل يې په لاندې ډول دي :

اول : د انسان اصلي مال هغه دی چې مخکې یې لېږلی وي :

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: آيا په تاسې کې داسې څوک شته چې د خپل مال څخه د وارث مال زيات دوست وګڼې؟ صحابه کرامو وويل : مونږ ټول خپل مال خوښوو، رسول الله وفرمايل  : «فَإِنَّ مَالَهُ مَا قَدَّمَ، وَمَالُ وَارِثِهِ مَا أَخَّرَ» (رواه البخارى:6442).

ژباړه : اصلاً د انسان خپل مال هغه مال دی چې د خير په لاره کې يې خرچ کړی وي او هغه څه چې ورڅخه پاتې شي د هغه د وارث مال شميرل کيږي .

دوهم : د مال برکت او زيادت او د آفاتو څخه ساتل:

جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :هره ورځ دوې ملائکې ځمکې ته راکوزيږي او داسې وايي: « اللَّهُمَّ أَعْطِ مُنْفِقًا خَلَفًا» ، «اللَّهُمَّ أَعْطِ مُمْسِكًا تَلَفًا». (البخارى: 1442)

يعنې : يوه يې داسې وايي: ای الله ! څوک چې ستا په لار کې انفاق کوي هغې ته بدله ورکړي ، او بله يې وايي : ای الله پاک ! څوک چې ستا په لار کې انفاق (خرچ ) نه کوي د هغه مال هلاک کړه ، يعنې د هغې مال تلف کړې .

دريم : جاري صدقه :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : إِنَّ مِمَّا يَلْحَقُ الْمُؤْمِنَ مِنْ عَمَلِهِ وَحَسَنَاتِهِ بَعْدَ مَوْتِهِ عِلْمًا عَلَّمَهُ وَنَشَرَهُ، وَوَلَدًا صَالِحًا تَرَكَهُ…..(رواه ابن ماجه و حسنه الألباني ).

ژباړه : هغه اعمال او نېکۍ چې د هغه ثواب د مرګ وروسته مؤمن ته رسيږي دا دي : هغه علم چې عمل ورباندې وشي ، د علم خپرول او صالح اولاد .

څلورم : په دې عمل کې کډون په اسلامي دعوت کې کډون دی :

دغه کتابونو کې خلکو ته د خير طرف ته بلنه او د ديني احکامو خپرول دي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :« من دعا إلى هدى، كان له من الأجر مثل أجور من تبعه، لا ينقص ذلك من أجورهم شيئا. (رواه مسلم 2674 ) .

ژباړه : چا چې د نيکۍ طرف دعوت وکړ نو ده لره به د عمل کوونکو په شان اجر وي او د نيک عمل کوونکو له اجر به هيڅ شی نه کميږي .

هغه کتابونه چې د چاپ او خپرولو لپاره په نظر کې نيول شوې دي :

۱- عقيده (کوم چې د دين بنسټ دی).

۲- علوم القرآن ( قرآن پوهنه او تجويد).

۳- د مسلمانو خويندو احکام (ځکه زمونږ اکثرو خويندو ته د دين احکام نه دي رسيدلي).

۴- د اولاد روزنه ( د والدينو مسئوليت او د هر کور ضرورت ).

۵- معلم ته نصيحت ( اهل معارف خپل مسئوليت ته متوجه کول).

۶- د موسيقۍ ،فلم او سريال اضرار ( ځکه چې دا د نن عصر اخلاًقي وباء ده ).

۷- ناروا دودونه او بدعتونه ( ټولنه د ناروا رواجونو او بدعوتونو څخه خبرول).

۸- د منبر او جومات تنظيم ( د جوماتونو امامان خپلو مسئوليتونو ته متوجه کول).

۹- فقه عبادات (د لمانځه ، زکات ، روژې او حج احکام).

۱۰- د نکاح او طلاق احکام

۱۱- معاملات (معاصر فقهې مسائل) .

نوموړي کتابونه د ټولنې اشد ضرورت ، معتمد او مؤثق کتابونه دي چې د هيواد علماؤ او اهل علم او عام مسلمانان يې پوره استقبال کړی دی او د نورو کتابونه غوښتنه کوي تر اوسه پورې (10000 ) ټوکه چاپ او د هيواد په ځينې ولاياتو کې ويشل شوې دي . او پلان لرو چې د هيواد ټولو ولايتونو ته حد اقل جوماتونو ، مدارسو او مکاتبو ته يې ورسوو تر څو ددې لارې ټولنې ته ورسيږي . و ماتوفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب .

آنلاين کتابتون:

 د يو آنلاين کتابتون جوړول ، کوم کتابونه چې په پښتو او درې چاپ شوې د هغه ليکل او آنلاين خپرول او د يو جامع عالمي آن لاين کتابتون جوړول ، تر څو خلک ورڅخه په آسانۍ استفاده وکړي خصوصاً هغه کسان چې بهرنيو هيوادونو کې اوسیږي .

نوټ :

که څوک غواړي په دغه لويه جاري صدقه کې برخه واخلي هغوی دې په لاندې پټه اړيکه ونيسي خپل ايمل ادرس دې را وليږي تر څو هغه ته د داخل يا خارج څخه د حوالې او مالي حساب نمبر وروليږو .

https://dawat610.com/archives/3905

او هر کس ته به د هغه په ادرس سره د مصارفو مکمل راپور ورکول کيږي .

و السلام عليکم .

افغانستان

Print Friendly, PDF & Email