سلام علیکم محترما الله (جل جلاله) دی وکړی چی روغ او جوړ وئ.  محترما زه ستا لیکني لولم ډیر خوند راکوی زه په خارج کی یم ما سره دلته یو څو عیري مسلم دی چی کله کله ما سره اسلام باره کی بحث کوی خو زه هم یو څه ناڅه معلومات که ولرم نو غږیږم او که ونه لرم نو بیا چوپ پاتی کیږم نو بیا دا ستا غوندی شخصیت نه پوښتنه وکړم بیا هغوئ ته جواب ورکوم. اوس سوال دا یی رانه کړی چی اسلام او مسلمان ترمنځ رابطه سه ده ما ورته سه تو ضیحات ورکړه خو راسره ویی نه منله که ته راته لږ معلومات راکړی نو مهربانی به مو وی په درنښت

افغان


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

غير مسلم په څو ډلو ويشل شوې دي چې د هرې ډلې لپاره ځانګړې احکام دی .

هغه کافران چې د مسلمانان سره جنګ نه کوي (ذمي ، معاهد او مستأمن ) وي د هغوی سره د اسلامي شريعت په چوکات کې علاقه او معاملات باک نلري جايز دي په شرط ددې چې د هغوی د دين او کفري عقائدو به نفرت کوي .

په دليل د دغه آیت کريمه: [ لا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ ] [الممتحنة:8]

ژباړه: الله تعالی تاسې له دې کار نه منع کوي چې تاسې له هغو خلکو سره د نیکۍ او عدل چلن وکړئ چې ستاسې سره په دين کې نه وي جنګيدلي او تاسې يې له خپلو کورو څخه نه وی ايستلي  ، يقیاً الله تعالی انصاف کونکي خوښوي .

او د دغه ډلې کفارو لپاره د مسلمانانو لخوا امن دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : «مَنْ قَتَلَ قَتِيلًا مِنْ أَهْلِ الذِّمَّةِ لَمْ يَرَحْ رَائِحَةَ الْجَنَّةِ ، وَإِنَّ رِيحَهَا لَيُوجَدُ مِنْ مَسِيرَةِ أَرْبَعِينَ عَامًا » (أخرجه الإمام أحمد).

يعنې : که چا ذمي کافر ووژلو نو د جنت بوی به و نه مومي حال دا چې د جنت بوی د څلويښتو کلونو مسافې څخه حس کيږي .

 مګر هغه کافران چې د مسلمانانو سره د جنګ په حالت کوي (حربي ) د هغوی سره هيڅ قسم علاقه او معامله جواز نلري .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : [ إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَن تَوَلَّوْهُمْ وَمَن يَتَوَلَّهُمْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ] [الممتحنة:9]

ژباړه:  الله تعالی تاسې منع کوي له دوستۍ د  هغو خلکو چې ستاسې سره په دين کې جنګيدلي وي او تاسې يې له خپلو کورو ويستلی وی او هغه چې شريک شول په ويستلو د تاسې کې  او څوک چې د دوی سره دوستي کوي پس هغه دي ظالمان .

او د کفر په ديار کې په لاندې شرائطو اوسيدل جايز دي

http://www.dawat610.com/archives/12359

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email