بسم الله الرحمن الرحیم.
السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته!
ستاسو داسلامي جرأت، دلوړهمت،او ټینګ عزم څخه یوه نړی مننه کوم ،رب العلمین مو په دواړو دارینوکې سرلوړي اوکامیاب لره،آمین.

په ډیر احترام يو پوښتنه لرم، هیله کوم چې راته ځواب یې کړي،

پوښتنه؟

د دوکان مالک دوکان د میاشتی په۴۰۰۰زره افغانۍ کرایه
راکړیده،د بعضو مشکلاتو په اساس نوردلته دوکانداری نه شم کولای،اوس دغه دوکان بل کس راڅخه غواړي
په دې شکل چې مال به ټول حساب کړو هر څومره روپې چې ترې جوړې شوي[ البته مال چې په خپل سرحساب شي] یونیم لک افغانۍ به په مال کې ګټه
درکړم،
په کومو شرایطو اوقواعدو چې زه کرایه نشین وم په هم
هغه شرایطو اوقواعدو دغه کس چې زما څخه دوکان ددوکانرۍ لپاره غواړي مالک ددوکان ته قبول ده
محترمو دانلاين اسلامي لارښود ګرانو علما کرامو
دغه معامله دشريعت له نګاه جواز لري او که نه یي لري

خوست – افغانستان


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

۱- په بيع کې د طرفينو رضاء شرط ده .

البيع :هو الإيجاب والقبول الدالان على التبادل أو ما يقوم مقامهما من التعاطي. فركنه بعبارة أخرى: الفعل الدال على الرضا بتبادل الملكين من قول أو فعل

فتح القدير: 5 ص 74، البدائع: 5 ص 133، حاشية ابن عابدين: 4ص 5 ومابعدها.

۲- په بيع کې غرر نه وي ( جنس يا قيمت به مجهول نه وي ) ،

ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه نهی فرمايلي : :«نهى عن بيع الغرر » (رواه مسلم).

۳- په بيع کې غبن او فريب نه وي دا چې د بازار د نرخ څخه زيات او اخيستونکې ته معلومات نه وي او کم اصل جنس د اصلي په نامه ورکړي .

ځکه چې رسول الله صلی عليه وسلم فرمايلي : :«من غشنا فليس مني» (رواه البخاري و مسلم) .

يعنې : څوک چې مونږ ته فريب راکوي له مونږ (زما د امت) څخه نه دی.

د ټول دوکان خرڅول په اټکلي توګه صحې نه دي ځکه په دې غرر او د نرخ جهل مينځته راځي .

تاسې چې د دوکان ټول اجناس قيمت کړې دی او د طرفينو په رضاء بيع تر سره شوې ده ، نو دا معامله صحي ده .

او اجارې (کرايې ) معامله مو د مالک سره فسخ شوې ده ، هغه د بل دوکاندار سره د اجارې عقد تر سره کوي .

و بالله توفيق

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email