اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
بسم الله الرحمن الرحيم
زه ده افغانستان څخه
محترمه زما پوښتنه داده که څوک خپلى ښځي ته په غوصه کښي درى 3 ځلى وواىى چى پرما طلاقه ىى که طلاقه سى  نو بيا بايد څنګه نکاح وتړى ايا په کور کښي يي خپل پلار سره تر شاهيدانو نکاح ور تړلاى سى مننه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

که قهر او غضب دومره شديد وي چې د شعور او ادراک قوه له لاسه ورکړي يعنې په دې باندې نه پږهيږي چې له خولې مې څه شی وځي نو بيا په داسې حال کې طلاق نه واقع کيږي، ځکه چې داسې حالت د بې هوشۍ په شان دی، خو حالت ډير نادر دی .
کذا فی الشامي : حيث قال الثاني ان يبلغ النهاية فلا يعلم ما يقول ولا يريده فهذا لا ريب انه لا ينفذ شئ من اقواله ..الخ (درالمحتار ج۳ ص ۲۴۴ باب طلاق ) .

مګر که د اضطراب حالت نه وي ، دغصي په وخت کې طلاق واقع کيږي په صريح طلاق کې د نيت اعتبار نشته
لان الصريح لايحتاج الی النية (درالمختار ج ۲ ص ۵۹۱) او فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۹ ص ۴۰)
په دريو طلاقو سره که ځانته وي يا په يوه کلمه کې دری طلاقه واقع کيږي چې نور ښځه ورباندې حرامه ده .

جاء في فقه الاسلامي وادلته :

وتنفذ الطلقات الثلاث بالاتفاق، سواء طلق الرجل المرأة واحدة بعد واحدة، أم جمع الثلاث في كلمة واحدة بأن قال: أنت طالق ثلاثاً، عند الجمهور خلافاً للظاهرية.

و  فی  فتح  القدیر  لابن  الهمام  الحنفی‌:

«‌ذهب  جمهور  الصحابة و التابعین  و من  بعدهم  من  ائمه  المسلمين  الی  انه  یقع  ثلاثاً»‌.(فتح القدير:3/330)

د دريو طلاقو په ورکولو سره په سړي باندې ښځه بالکل حرامه ګرځي او د حلالې بغير د هغه سره نکاح کول او يو ځای کيدل حرام دی .

حلاله داچې هغه ښځه بل خاوند وکړي هغه وفات شي د هغه وروسته د مرګ عدت پوره شي ، يا طلاق ورکړي د طلاق عدت پوره شي د هغه نه وروسته نکاح ورسره کولای شي او بس .

«و ان ‌کان الطلاق‌ ثلاثاً ‌فی الحروة ثنتین فی الأمة لم تحـل له حتی تنـکح زوجاً غیره  نکاحاً ‌صحیحاً و یدخل بها ثم‌ یطلقها أو یموت ‌عنها،‌ کذا فی  الهدایة‌»‌.(الهنديه:1/473)

انا لله و انا اليه راجعون

و الله سبحانه تعالی اعلم

Print Friendly, PDF & Email