چرا نبوت بالای رسول الله به پایان رسید ؟

استاد روح الله نصري

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د ختم نبوت حکمت :

۱– دا چې د مخکې پيغمبر تعليمات له مينځه تللي وي او دې ته ضرورت وي چه بيا خلکو ته وړاندې شي .

۲– دا چې د مخکې پيغمبر تعليمات محدود وي .

۳– دا چې د پيغمبر تعليمات يوه قوم او امت ته خاص شوي وي چی نور قومونه او امتونه هم دی ته ورته پيغمبر ته ضرورت ولري .

نو اوس واضح وينو چه دغه دری واړه علتونه وجود نلري نو د نبوت سلسله هم ختمه شوې ، د اسلام دين مکمل دی ، اسلامي شريعت داسې کامل او پوره دی چې د قيامت تر ورځې پورې به دوام لري .

اوسنۍ نړۍ نوي تعليماتو ته هيڅ ضرورت نلري ځکه قرآنکريم موجود دی سوونه کاله کيږي خو د يوه حرف تغير هم پکې .

د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د ژوند کړنلاره د هغه اقوال او افعال ټول په مکمل ډول په کتابونو کې ساتل شوي دي .

همغه د رسول صلی الله عليه وسلم د وخت تعليمات په ټوله نړۍ کې داسې روان دی ته به وايې چه همدا اوس پيغمبر صلی الله عليه وسلم ژوندی دی .

او د دعوت کار د امت علماؤ ته سپارل شوی دی .

و بالله توفيق

Print Friendly, PDF & Email