د سليمان عليه السلام لخوا د «هد هد» په انتخاب کې څه مصلت وو ؟

هد هد (ببوتتی ) يو له نادره مرغانو څخه دی ، نښه يې داده چې پر سر باندې ښکلی تاج لري .حضرت سلیمان,ماجرای ایمان آوردن بُلْقَیس به حضرت سلیمان,قصه های قرآنی

هد هد يو له هغو مرغان څخه دی چې د ځمکې له سطحې څخه مضر حشرات له مينځه وړي .

د هد هد عجيبه صفات :

هد هد د ځمکې په لاندنی سطحه کې د اوبو د موجوديت د کشف کولو توان لري ، چېرې چې هد هد خپله ټونکه او موښکه ووهي نو دا څرګندوي چې په هغه ځای کې اوبه شتون لري .

هد هد د مضرو مرغانو پر وړاندې کلک دفاعي سيستم لري . چې له خپل تاج څخه په ډير فشار سره يو قسم توره بد بويه ماده شيندي .

د څه لپاره سيلمان عليه السلام هد هد انتخاب کړی ؟

سليمان عليه السلام ته الله تعالی انسانان ، جنيات ، مرغان او نور مسخر کړې وو .

هد هد هغه مرغه دی چې سليمان عليه السلام ته د بلقيس د پاچاهۍ خبر ورکوي او بيا هغې ته خط وروړي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :

إِنِّي وَجَدتُّ امْرَأَةً تَمْلِكُهُمْ وَأُوتِيَتْ مِن كُلِّ شَيْءٍ وَلَهَا عَرْشٌ عَظِيمٌ 23 وَجَدتُّهَا وَقَوْمَهَا يَسْجُدُونَ لِلشَّمْسِ مِن دُونِ اللَّهِ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِيلِ فَهُمْ لاَ يَهْتَدُونَ (النمل : ۲۳-۲۴).

ژباړه : بېشكه ما یوه داسې ښځه وموندله چې په دغو (د سبا ښار په اوسېدونكو) بادشاهي كوي او هغې ته له هر څیز څخه وركړه شوې ده او د هغې یو ډېر لوى تخت دى ، ما هغه او د هغې قوم ومونده چې له الله نه غیر لمر ته سجده كوي او دوى ته شیطان خپل عملونه ښايسته كړي دي، نو دوى يې له (حقې) لارې نه منع كړي دي، نو دوى هدایت نه مومي .

اذْهَب بِّكِتَابِي هَذَا فَأَلْقِهْ إِلَيْهِمْ ثُمَّ تَوَلَّ عَنْهُمْ فَانظُرْ مَاذَا يَرْجِعُونَ (النمل :۲۸).

ژباړه : ته زما دا لیك یوسه، نو ته دا دوى ته وروغورځوه، بیا ته له دوى نه مخ وګرځوه، نو وګوره چې دوى څه واپس كوي؟

دا چې سليمان عليه السلام يمن ته د خط رسولو دنده هد هد ورکړي ده مصلحت څه وو ؟ که څه هم داسې مرغان شته چې د هغوی سرعت زيات دی لکه : باز او يا شاهين چې په يو ساعت کې تر ۱۶۰ کيلو متره زياته مسافه طی کولای شي او يا يې هم ولې کوتره نده انتخاب کړې ؟

حقيقت دا دی چې باز او شاهين د خط او ليک رسولو صلاحيت نلري ځکه هغه دايم په مراقبت کې اوسیږي او بل دا چې انسان د باز او شاهين څخه ويره لري نو هغه انسان ته د يو امانت رسولو صلاحيت نلري .

او کوتره له خپل ځان څخه دفاعي سيستم نلري او همدارنګه د زياتې مسافې طی کولو توان نلري ځکه سيلمان عليه السلام په بيت مقدس کې او بلقيس د سبا په ښاکې کوم چې په يمن کې موقیعت لري زياته فاصله ده چې کوتره يې توان نلري .

د هد هد سرعت زيات دی ، او د نورو مرغانو څخه يوازې ژوند کوي چې بل ملګري او ډلې ته ضرورت نلري ، له خپل ځان څخه د دفاع کولو قوي سيستم لري ، زياته مسافه طی کولای شي او د لوږې او تندې په مقابل کې لوړ تحمل لري .

نو ددې کار لپاره سليمان عليه السلام هد هد ټاکلی دی کوم چې د فلسطين څخه يې يمن ته په پوره امانت دارۍ د خپل پيغمبر خط رسولای دی .

هغه مرغه چې مسئول هم نه دی د خپل پيغمبر د امر پر ځای کولو لپاره اوږد او ستړی سفر کوي او د هغه امر پر ځای کوي .

ای انسانه ! ته چې مسئول هم يې آيا د خپل پيغمبر امر دې پر ځای کړی او که نه ؟

Print Friendly, PDF & Email