الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله ………وبعد:
وعظ د الله تعالی لورې ته د بلنې يو عظيم باب دی ، او خلک هغه ته زيات احتياج لري ځکه اوس عصر کې اکثره خلک د دنيا کارونو مصروف کړي دي او د آخرت څخه يې غافله کړي دي.
د وعظ له لارې کلک او سخت زړونه نرميږي ، غافله خلک بيداريږي ، د ضعيف ايمان واله خلکو ايمان قوي کيږي ، په زړه کې یې د شرائع الله او ښو اعمالو مينه او شوق پيدا کيږي او له بدو کارونو يې کرکه پيدا کيږي .
پس واعظ خلک د الله لورې ته بولي ، زړونه ژوندې کوي او د شيطان له مکر څخه خلک خبروي.
ځکه چې وعظ ، ذکر او بيان مسلمانانو ته ګټه رسوي د هغوی زړونه روښانه ساتي « فذکر ان نفعت الذکری»
د وعظ فوائد او ګټې :
۱- د فسق او ګناهونو د وعيدونو په بيانولو سره خلک د ګناهونو څخه منع کول .
۲- د اعمالو د فضائلو په بیانولو سره خلک نيکو کارونو ته تشويق او ترغيب .
۳- د غافله خلکو بيدارول .
۴- د ايمان تجديد او د نفسونو تحريک .
۵- د اسلام په مسقيمه لاره ثابت پاتې کيدل .
۶- خلکو ته د خپل رب او خالق ورپيژندل .
۷- خلک اسلامي شعائرو او حدودو ته متوجه کول .
۸- د انسي او جني شيطانانو د مکر څخه د خلکو خبرول .
د وعظ آداب :
۱- واغظ به پخپل وعظ کې مخلص وي .
۲- واعظ به په هغه څه باندې عالم وي د څه چې وعظ کوي .
علي رضي الله عنه په يو واعظ تير شو چې خلکو ته يې وعظ کولو (داسې آيت او حديث يې بيانولو چې هغه منسوخ وو) هغه واعظ ته يې وويل : آيا ته په ناسخ او منسوخ پوهيږې ، هغه وويل : نه ، ويې ويل : هلکت .
۳- د خلکو په اذيت به صبر کوي .
۴- څه چې خلکو ته وايي په هغه باندې به خپله عمل کوي.
۵- د خلکو د سويې موافق به بيان کوي ، فصيح او واضح .
۶- د سنتو به پوره پابند وي .
۷- وعظ به د کتاب الله ، سنت رسول الله او د موثقو علماؤ د اقوالو موافق وي .
۸- په وعظ کې به د اسلامي شريعت منهج او طريقه په نظر کې نيسی ، په نيکه او ښه طريقه به خلک د الله تعالی لورې ته بولي ، يوازې أمر په نيکۍ به نه کوي بلکي خلکو ته په نيکو کارونو أمر کوي او له بدو کارونو څخه به خلک منع کوي ، په وعظ کې به يوازې د عذابونو بيان نه وي تر څو خلک د الله د رحمت څخه نا هيلي شي ، او يوازې به ترغيب نه بيانوي تر څو خلک د الله تعالی د وېرې څخه غافله شي بلکي په وعظ کې به ترهيب او ترغيب دواړه په نظر کې نيسي .
په وعظ ځينې خپرې شوې خطاوې :
۱- په نا مناسب وخت کې خلکو ته وعظ کول ، لکه : د شديد باران ، شديد يخ ، شديد توپان په وخت کې ، او همداسې په نا مناسب مکان او ځای کې .
۲- په لنډ وخت کې د يوې موضوع ډير او باربار تکرارول .
۳- د ضرورت پرته د وعظ اوږدول .
۴- د منکر او موضوع احاديث بيانول .
۵- په مثالونو کې ډيره مبالغه کول .
۶- د نادره او غريبو قيصو بيانول او په هغه کې مبالغه کول .
۷- د يوې موضوع څخه په بيړه بلې موضوع ته تلل چې په دې سره د اورېدونکو فکر ګډوډيږي او په موضوع يې صحي سر نه خلاصيږي .
۸- د اوريدونکو تحقيرول ، د هغوی د زړونو داغول او خلک ورباندې خندول او خپل ځان لوی ګڼل او هغوی ضعيف العقل ګڼل .
۹- د فواحش او منکراتو په ذکر او بيان کې ډيره مبالغه کول .
۱۰- په لوړه سويه بيان او وعظ کول چې د خلکو د سويې سره مناسب نه وي .
۱۱- علماؤ او حاکمانو ته طعن ، فحش او ښکنځل کول ( حال دا چې په اسلام کې فحش او ښنځل حرام دي).
۱۲- د الله تعالی لورې ته د دعوت پر ځای خپل شهرت او منزلت ته د خلکو بلل .
خالد سعود البليــهد
عضو الجمعية العلمية السعودية للسنة
ژباړه : آن لاين اسلامي لارښود