خالصه عقيده (کتاب)

ددې کتاب ځانګړتياوې :

۱- د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم متابعت کول چې تر څو خلکو ته صحيح عقيده وړاندې شي او دا د شرعي علم بنسټ دی او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په دغه قول کې شامل دی چې فرمايي :

«بلغوا عني ولو آية» (صحيح البخاري ) .

ژباړه: ورسوئ زما څخه (خلکو ته دين ) که څه هم يو آیت وي.

۲- د اسلامي شريعت د نصوصو په رڼا کې د صحي عقېدې زده کړه ، د شرک ، کفر ، بدعت او ټولو خرافاتو پر وړاندې په دلائلو کلکه مبارزه ده .

۳- زده کوونکي ته د باطل پر وړاندې د قوي حجت او دليل ور زده کول .

۴- په عبادت کې د اخلاص حرص او عبادات د ريا ، نفاق او بدعت څخه پاکول .

۵- خپل ځان او ټول مسلمانانو ته د الله سبحانه وتعالی رضا او جنت ته تشويق او د عذاب څخه د نجات کوښښ او د ټول بشريت لپاره د نجات فکر او کوښښ کول .

په آخر دا کتاب د توحيد او وحدانيت پرستی ټاټوبي افغان ولس ته ډالی کيږي ، هغه ولس چې هيڅ کله يې کفر او طاغوت ته سر نه دی ټيټ کړی او تل يې د طاغوت پر وړاندې کلکه مبارزه کړې او کوي يې .

ټولو وروڼو او خويندو نه مو دا غوښتنه ده چې دغه کتاب په ډير اهتمام او دقت سره ولولئ او نورو وروڼو او خويندو ته يې ورسوئ په خاصو توګه له علمي مراکزو څخه هيله کيږي چې دغه کتاب پخپل درسي نصاب کې شامل کړي په دې کتاب کې ټول ضروري عقائد د قرآن ، سنتو او د امت د اجماع او سواد اعظم (اهل سنت والجماعت ، مذهب ابی حنيفه رحمه الله ) موافق ترتيب شوی دی .

و ماتوفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

کتاب ښتکه کړئ

https://archive.org/download/AqeedehPashto/Aqeedeh%20pashto.pdf

 

Print Friendly, PDF & Email