۴۱- له خپل پلار څخه د خپل ملګري زيات عزت او احترام .

۴۲- په جومات کې د اواز پورته کېدل ، خبرې او مجالس .

۴۳- د قوم مشر او زعيم به د قوم ذليل او رزيل کس وي ( فاسق او فاجر ، يا د فاسقې کورنۍ او قبلې څخه  ).

۴۴- د يو کس احترام به د هغه د شر او ضرر څخه د ويرې په وجه کيږي نه د فضيلت او اکرام په وجه .

قال رسول صلى الله عليه وسلم: “… إذا كان المغنم دولاً والأمانة مغنماً والزكاة مغرماً وأطاع الرجل زوجته وعقَّ أمه وبرَّ صديقه وجفا أباه وارتفعت الأصوات في المساجد وكان زعيم القوم أرذلهم وساد القبيلة فاسقهم وأُكْرِمَ الرجل مخافة شرِّه وشُرِبَت الخمور ولُبس الحرير واتُّخِذت القينات والمعازف ولعن آخر هذه الأمة أولها فليرتقبوا عند ذلك ريحاً حمراء أو مسخاً وآيات تتابع كنظام بالٍ قطع سلكه فتتابع” (رواه الترمذي).

۴۵- د امنيتي کارکونکو  زيادت دا په دې وجه چې فساد به زيات وي .

۴۶- د امامت د پاره به هغه کس مخکې کيږي چې ښه صوت او آواز يې وي نه هغه کس چې تر نور فقهې او عالم وي .

۴۷- د حکم بيع او تجارت ، په منصب او حکومت کې د رشوت اخيستل .

۴۸- د انسان د وينې بې ارزشت کيدل ، يعنې ناحقه وينه تويول ، او د انسان ناحقه قتل چې عظيم جرم دی کم ګڼل .

قال رسول صلى الله عليه وسلم: « بادروا بالأعمال ستاًّ، إمارة السفهاء وكثرة الشُّرَط وبيع الحكم واستخفافاً بالدم وقطيعة الرحم ونشوا يتخذون القرآن مزامير يقدمون أحدهم ليغنيهم وإن كان أقلهم فقهاً» ( السلسلة الصحيحة).

ژباړه : په نيکو اعمالو کې بيړه کوې مخکې له دې چې له شپږو فتنو سره مخ شئ : د نا اهله کسانو مشري ، د پوليسو زيادت ، د حکم خرڅول (رشوت) ، د وينې بې ارزښته کيدل ، د خپلوی قطع کول يا خپلوي نه پالل ، قرآن مزامیر ګرځول د داسې کس مخکې کول چې صوت يې ښه وي کله څه عالم د امامت اهل نه وي .

۴۹- دا چې ښځه به د خپل خاوند سره په کار او تجارت کې شريکه شي تر دې پورې چې خاوند ته به د ښځې لخوا دنده ورکول کيږي او هغه به په کار او تجارت ګمارل کيږي .

قال رسول صلى الله عليه وسلم: “بين يدي الساعة تسليم الخاصة وفشو التجارة حتى تعين المرأة زوجها على التجارة وقطع الأرحام وشهادة الزور وكتمان شهادة الحق وظهور القلم” (رواه أحمد).

۵۰- اهل قلم به زيات شي ، تصانيف او تأليف به ډير شي .

۵۱- دا چې اولاد به نافرمانه شي او په بارانون کې به خير او برکت نه وي ، بې وخته به اوريږي چې د خير پر ځای به عذاب جوړيږي .

أن يكون الولد غيظا والمطر قيظا.. (رواه الطبراني).

۵۲- تعليم به د دين څخه پرته د منصب ، وظيفې او مال په نيت تر سره کيږي .

۵۳- د موټرنو څرګنديدل چې دا د جناب رسول صلی الله عليه وسلم له عجائبو اخبارو څخه دی ، فرمايي : «سيكون في آخر أمتي رجال يركبون على السروج كأشباه الرحال ينزلون بها على أبواب المساجد نساؤهم كاسيات عاريات» (رواه احمد  ،الترغيب والترهيب المنذري) .

ژباړه : زما په امت کې به داسې خلک پيدا شي چې دوی به پداسې سورليو سپيږي چې د پاسه چوکۍ ورباندې نصب وي ، ښکته کيږي به په هغه سره د جوماتونو له دروازو سره ، ښځې به يې د جامو  با وجود بربنډې وي (تنګ او نازک لباس به اغوندي) يا په دغو سورليو کې به داسې ښځې ورسره ناستې وي چې د جامو با وجود به بې حجابه وي .

۵۴- دا چې زما په امت کې به داسې کسان پيدا شي چې په تکبر سره به تګ کوي او دا چې د فارس او روم خلک به يې خدمت کوي نو پر دوی به شرير او فاسد خلک مسلط شي .

يعنې : کله چې مسلمانان پخپل زيادت او قوت ، اقتصادي توان کبر وکړي ، لکه : په ځينې عربي هيوادونو کې چې اکثره نکران او خادمات يې د فارس او روم (ايران ، اورپا او امريکا ) څخه دی ، نو په وخت کې به پر دوی شرير خلک حاکمان شي .

قال رسول صلى الله عليه وسلم: “إذا مشت أمتي المطيطاء -أي: مشية فيها تبختر ومد اليدين- وخدمها أبناء الملوك أبناء فارس والروم سلط شرارها على خيارها” (رواه الترمذي،و الطبراني).

۵۵- د فاسقانو عزت او د هغوی سره محبت او د متقيانو او نيکو خلکو تحقير او سپکاوی او د هغوی بد ګڼل .

چې دا عادت هم ډير خطرناک دی ځکه چې يو کس به د قيامت په ورځ د هغه چا سره وي چې چا سره یې مينه او علاقه وي : «المرء مع من أحب» (من حديث نبوي ).

۵۶- د ځينې خلکو د زړونو څخه د ايمان او امانت پورته کيدل .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:«فَيُصْبِحُ النَّاسُ يَتَبايَعُونَ فَلاَ يَكَادُ أَحَدٌ يُؤَدِّي الأَمَانَةَ، فَيُقَالُ إِنَّ فِي بَنِي فُلاَنٍ رَجُلاً أَمِينًا؛ وَيُقَالُ لِلرَّجُلِ مَا أَعْقَلَهُ وَمَا أَظْرَفَهُ وَمَا أَجْلَدَهُ وَمَا فِي قَلْبِهِ مِثْقَالُ حَبَّةِ خَرْدَلٍ مِنْ إِيمَان» (متفق عليه ) .

ژباړه: (داسې وخت به راشي ) چې خلک به يو له بله معاملات کوي مګر هيڅ داسې کس به نه پيدا کيږي چې امانت ادا کړي ، تر دې پورې چې يو کس به وايي : په فلانی قبيله کې يو کس ډير امانداره دی ، او د بل شخص په باره کې به وايي : څومره عاقل ، زيرک دی حال دا چې د هغه په زړه کې به د سپينلي د دانې قدرې ايمان هم نه وي .

۵۷- د زياتو فتنو د وجې نه د مرګ تما کول .

قال رسول صلى الله عليه وسلم: “لا تقوم الساعة حتى يمر الرجل بقبر الرجل فيقول يا ليتني مكانه” (رواه البخاري).

۵۸- حب دنيا ( د مال ډيرولو محبت )

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«إِنِّي فَرَطٌ لَكُمْ وَأَنَا شَهِيدٌ عَلَيْكُمْ، وَإِنِّي وَاللَّهِ لأَنْظُرُ إِلَى حَوْضِي الآنَ، وَإِنِّي أُعْطِيتُ مَفَاتِيحَ خَزَائِنِ الأَرْضِ، أَوْ مَفَاتِيحَ الأَرْضِ، وَإِنِّي وَاللَّهِ مَا أَخَافُ عَلَيْكُمْ أَنْ تُشْرِكُوا بَعْدِي، وَلَكِنْ أَخَافُ عَلَيْكُمْ أَنْ تَنَافَسُوا فِيهَا» (بخارى:۱۳۴۴).

ژباړه: زه به (د قيامت په ورځ) ستاسو نه مخکې وم او پر تاسې به شاهد وم ، په الله تعالی قسم چې همدا اوس خپل حوض (کوثر) وينم .او د ځمکې د ټولو خزانو کليانې ماته راکړ شوی دي ، زما وېره دا نه ده چې زما څخه به وروسته تاسې ټول مشرکان شئ بلکي ددې څخه وېرېږم چې تاسې به د مال په جمع کولو کې يو د بل سره سيالي کوئ .

۵۹- د عراق محاصره او پر هغوی باندې د خوراک او کومک بندول .

۶۰- وروسته د شام (سوريه ، لبنان ، اردن او فلسطين ) محاصره او په هغوی باندې طعام او کومک بندول .

قال رسول صلى الله عليه وسلم: “يوشك أهل العراق أن لا يجبى إليهم قفيز ولا درهم قلنا: من أين ذاك، قال: من قبل العجم يمنعون ذلك. ثم قال: يوشك أهل الشام ألا يجبى إليهم دينار ولا مدى. قلنا من أين ذلك، قال: من قبل الروم…” (رواه مسلم وأحمد).

۶۱- د رسول صلی الله عليه وسلم وفات .

۶۲- د بيت المقدس فتح کوم چې د عمر بن الخطاب رضی الله عنه په خلافت کې فتح شو.

۶۳- ډله ايز مرګونه ، په طاعون او نورو مرضونو سره کوم چې پخوا تير شوي او همدارنګه نړيوال جنګونه (جنګ جهاني) .

۶۴- د نرخونو لوړوالی .

۶۵- داسې فتنه چې هر کور ته به ننوځي لکه د اوس زماني تلويزيون ، تليفون او نور چې په حرامه طريقه کارول کيږي او خطر يې ډير لوی دی لکه : مسلسل سريالونه ، کفري او فاحش فلمونه ، فاحش تصويرونه او نور .

۶۶- د مال زياتوالی او د خيرات او صدقاتو کموالی .

۶۷- د پيغمبرۍ د مدعيانو ظهور لکه : مسيلمة الکذاب ، الأسود العنسی او نور .

۶۸- د حيواناتو او جماداتو ګويا کيدل (من اشراط الساعة سليمان بن أشعر ) .

۶۹- زمونږ او روم (اوروپا او امريکا ) تر مينځ مصالحه او معاهده .

او دا د قيامت ورستۍ وړه نښه ده چې د مصالحې وروسته (الملاحم ) سترې جنګړې مينځته راځي .

 او د هغه وروسته به مهدي رضی الله عنه ظهور کوي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email