د قيامت د علائمو پيژندلو اهميت
۱- د جناب نبی صلی الله عليه وسلم د اخبارو تصديق ، کوم چې د وحی په ذريعه خبر ورکړ شوی او هغه خپل امت ورڅخه خبر کړی دی ، لقوله سبحانه وتعالی :
وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى ، إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى (النجم ۳-۴ )
ژباړه : او خبرې نه کوي (محمد) له هوا (خپلې ) نه ، نه دی دغه (قرآن) مګر وحی ده چې ورته ليږل شوی ده .
۲- د قيامت د علائمو د بيان مقصد د خلکو تنبه ده ، د غافلو او ويدو خلکو بيدارول تر څو په خپلو نيکو اعمالو کې بيړه او توجه وکړي او روانو فتنه ته تيار ووسي او خپل ځان ورڅخه وساتي .
چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په څو رواياتو کې دا ټينګار کړی دی چې :
«بادروا بالأعمال فتنا كقطع الليل المظلم … » (رواه مسلم) .
ژباړه : د نيکو عملونو په کولو کې بيړه وکړئ مخکې له هغو فتنو څخه چې د تورو شپو ټکړو په شان به پرلپسې راځي .
د قيامت وړې علامې :
۱- دا چې وېنځه خپل بادار وزږوي ، مشهور قول دا چې : ميندې به خوارې او حقيرې شميري او ځان به د خپلې مور بادار ګڼې ، يعنې د والدينو نافرماني کول .
قال رسول صلی الله عليه وسلم :«أَنْ تَلِدَ الأَمَةُ رَبَّتَهَا» (رواه مسلم ).
۲- د ناحقه قتلونو زياتېدل .
قال رسول صلی الله عليه وسلم «إن بين يدي الساعة لأياماً ينزل فيها الجهل ويرفع فيها العلم ويكثر فيها الهرج والهرج القتل» (متفق عليه).
۳- دا چې د صحرا په پښو او تن لوچ وږې د پسونو چوپانان په ودانيو او ساختمانونو کې يو له بله مخکې والی کوي ، يا دا چې کوچيان ځايي شي او يا دا چې فقير خلک د لوړپوړو ودانيو خاوندان شي .
قال رسول الله صلی الله عليه وسلم : «وَأَنْ تَرَى الْحُفَاةَ الْعُرَاةَ الْعَالَةَ رِعَاءَ الشَّاءِ يَتَطَاوَلُونَ فِي الْبُنْيَانِ» (رواه مسلم ).
۴- دا چې د حکومت او مشرۍ چاري نا اهله کسانو ته وسپارل شي .
قال رسول الله صلی الله عليه وسلم :«إذا وسد الأمر إلى غير أهله فانتظر الساعة» (رواه البخاري).
۵- د علم کموالی او د جهل ظهور .
قال رسول الله صلی الله عليه وسلم :«إن من أشراط الساعة أن يرفع العِلم، ويظهر الجهل» (متفق عليه).
دلته د عمل څخه مطلب شرعي علم دی ، يعنې : خلک به د دنيا په علومو کې ډير رسيدلي وي خو د شرعي احکامو څخه به نا خبره وي حال دا چې د شرع ضروري علم فرض دی .
او څوک چې د شرعي علم د زده کړې په لټه کې وي هغه به الله تعالی ته خوښ بنده وي .
«مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ » (3116 بخاري ) .
ژباړه: چاته چه پاک خدای د خير اراده وکړي نو په دين کښي پوهه ور په برخه کړي .
۶- د شرابو څښل او هغه په بل نامه يادول (رواه احمد ، نسائی بالسناد صحيح ).
۷- د زنا زيادت او ښکاره کېدل ، چې دا اوس واضح ده په غربي هيوادونو کې فاحش کسان په چوک او لارو کې دريږي، په ځينې اسلامي هيوادونو کې د غرب وضيعې قانون او د حدودو ترک کول .
۸- د نارينه لخوا د ابريشمي جامو اغوستل .
قال رسول الله صلی الله عليه وسلم :«من لبس الحرير في الدنيا لم يلبسه في الآخرة » (رواه البخاري).
۹- د سندرو او موسیقۍ حلال ګڼل :
رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«يكون في أمتي قذف ومسخ وخسف «، قيل يا رسول الله: ومتى ذلك؟ قال»: إذا ظهرت المعازف وكثرت القيان وشربت الخمور» ( رواه الترمذي في الجامع و ابن ابی الدنيا في ذم الملاهي) .
ژباړه: زما په امت کې به د ډبرو ويشونکی عذاب ، مسخ (شکل بدلېدل) ، خسف (په ځمکې کې غرقېدل ) را مينځته شي . چا پوښتنه وکړه يا رسول الله صلی الله عليه وسلم کله به دا را مينځته کيږي ؟ ويې فرمايل : کله چې ساز سرود او موسيقي ظاهره او ښکاره شي ، سينګار ډير شي او شراب څښل کيږي .
د (يکون ) څخه مطلب دا چې خلک یي ګناه نه بولي ، نه پرې شرميږي او د منع کولو څوک نه وي .
۱۰- د سينګار او فيشن زيادت ، د سينګار کړيو ښځو ښکاره کيدل ، او د سينګار ورکونکو ښځو ظهور لکه : آرايشګاه .
قال رسول صلی الله عليه وسلم: «ليكونن في هذه الأمة خسف، وقذف، ومسخ، وذلك إذا شربوا الخمور، واتخذوا القينات، وضربوا بالمعازف« (رواه ابن أبي الدنيا وصححه الألباني)
۱۱- د فحش ويلو ښکاره کيدل ( د ژبې فحش) .
۱۲- د امانت ضايع کيدل .
۱۳- قطع رحم ( د خپلولی قطع کول ).
رسول الله صلی الله عليه وسلم:«من أشراط الساعة الفحش والتفحش وقطيعة الرحم وتخوين الأمين وائتمان الخائن».
۱۴- د موت الفجاء ( نا څاپي مرګونو ) څرګنديدل .
۱۵- په امين باندې بې اعتمادي او د هغه بدنامول .
۱۶- د خاينانو اعتبار .
۱۷- رښتيا ويونکی درواغجن بلل او درواغجن صادق بلل .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : « سيأتي على الناس سنوات خداعات يصدق فيها الكاذب و يكذب فيها الصادق و يؤتمن فيها الخائن و يُخَوَّن فيها الأمين و ينطق فيها الرويبضة . قيل : و ما الرويبضة ؟ قال : الرجل التافه يتكلم في أمر العامة » (السلسلة الصحيحة ” 4 / 508).
ژباړه : ژر پر خلکو داسې کلونه (وخت ) راشي چې په هغه وخت کې به درواغ ويونکی رښتيا ويونکی شميرل کيږي ، او رښتيا ويونکی به درواغ ويونکی بلل کيږي ، په خاينانو به اطمنان او باور کيږي مګر امانت دار به خيانت کوونکي بلل کيږي ، او روبيضة به داسې خبرې کوي ، چا وويل روبيضة څوک دی ؟ کثيف او فاسد سړی چې د خلکو په عامه امور کې به خبرې کوي .
۱۸- په لاره کې د جوماتونو جوړول ، چې سړی به په جومات باندې تيريږي خو هلته به څوک لمونځ نه کوي ، لکه اوس چې په ځينو اطرافي مناطقو کې جوماتونه د اوړې څخه قفل وي او په ژمي کې مجلس ځايونه وي .
قال رسول صلى الله عليه وسلم: «… وأن تتخذ المساجد طرقاً وأن يظهر موت الفجأة».
۱۹- د مسلمانانو د دوو لويو فرقو جګړه چې د دواړو دعوی به يوه وي ، په دې باره کې مشهور قول دا دی چې دا د علي او معاويه رضی الله عنهم تر مينځ قتال دی .
۲۰- د وخت نږدېوالی ، يعنې په وخت کې به برکت نه وي.
آن لاين اسلامي لارښود – د آخر زمان فتنې