پورته مو چې د اولاد ديني ، اخلاقي او بدني تربيه په اړه څه ولوستل مستحبات نه دي چې که څوک يې تر سره کړي ښه او که يې پرېږدي باک نلري بلکي دا د والدين واجبي مسئوليت دی او د دوی څخه به يې په اړه پوښتنه کيږي .

 جناب رسول اللَّهِ صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، الإِمَامُ رَاعٍ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، وَالرَّجُلُ رَاعٍ فِي أَهْلِهِ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، وَالْمَرْأَةُ رَاعِيَةٌ فِي بَيْتِ زَوْجِهَا وَمَسْئُولَةٌ عَنْ رَعِيَّتِهَا، وَالْخَادِمُ رَاعٍ فِي مَالِ سَيِّدِهِ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ». (بخارى:853).

ژباړه:  هر يو د تاسې راعی (شپون ) دی او هر يو د تاسې د خپل رعيت (لاس لاندې کسانو ) په برخه کې مسئول دي (د رعيت په اړه به له ده څخه پوښتنه کيږي ) . د ټولنې رهبر د خپل رعيت شپون او د خپل رعيت مسئول دی ، سړی د خپل کور د اهل مسئول دی ،ښځه د ميړه په کور کې د خپل اولاد شپنه او مسئوله ده ، خادم د مالک په مال کې شپون دی او په دغه باره کې مسئول دی.

ای پلاره ! ته د کور مسئول يې ستا نه د خپل اهل عيال په باب پوښتنه کيږي.

ای مورې ! ته د پلار په غيابت کې د کور مسئوله يې ستا نه به د خپل اولاد په باب پوښتنه کيږي .

کور مسئوليت دی ځکه الله تعالی فرمايي :[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَاراً ].

ژباړه: ای مؤمنانو! خپل ځانونه او خپل اهل عيال مو د دوزخ له اوره وساتئ .

په هر مسلمان باندې د خپل توان موافق أمر بالمعروف او نهی عن المنکر واجب دی ، د کور د ننه أمر بالمعروف او نهی عن المنکر په والدينو باندې فرض عين دي ځکه چې د هغوی په کور کې بل څوک مداخله نشي کولای او يا له احوالو خبر نه دي .

امر بالمعروف او نهی عن المنکر ( په ښو کارونو باندې امر کول او له بدو کارونو څخه منع کول ) په نارينه او ښځه باندې واجب دی ، لقوله سبحانه وتعالی : وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَـئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللّهُ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (التوبه ۷۱ )

ژباړه : او مؤمنان سړي او مؤمنانې ښځې ځينې د ځينو نورو دوستان دي امر کوي په نيکی او له بدليو نه خلک منع کوي لمونځ ودروي زکات ورکوي او د الله او د هغه د رسول الله اطاعت کوي پر همدغو خلکو به الله ډير ژر مهرباني وکړي .

امر بالمعروف او نهی عن المنکر د مؤمنانو له مهمو صفاتو څخه ستر صفت بلل کيږي چې د همدې صفت په وجه له منافقانو څخه جلا کيږي .

التَّائِبُونَ الْعَابِدُونَ الْحَامِدُونَ السَّائِحُونَ الرَّاكِعُونَ السَّاجِدونَ الآمِرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّاهُونَ عَنِ الْمُنكَرِ وَالْحَافِظُونَ لِحُدُودِ اللّهِ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ (التوبه ۱۱۲ ) .

ژباړه : هغوی توبه کوونکي ،عبادت کوونکي ، ثناويونکي ، د الله په ليار کې وتوونکي ، رکوع او سجده کوونکي ، د نيکيو په لور بلونکي او له بديو منع کوونکي او د الله د حدودو ساتونکي دي (ای پيغمبره !) زېری ورکړه مؤمنانو ته .

الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ بَعْضُهُم مِّن بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمُنكَرِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمَعْرُوفِ وَيَقْبِضُونَ أَيْدِيَهُمْ نَسُواْ اللّهَ فَنَسِيَهُمْ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (التوبه ۶۷ ) .

 ژباړه : منافقان سړي او منافقانې ښځې ځينې له ځينو نورو نه دي هغوی د بدۍ په لور بلنه او له نيکۍ نه منع کوي ، خپل لاسونه له نېکيو نه تړي الله يې هير کړ نو الله هم هغوی هير کړل په رښتيا چې همدا منافقان فاسقان دي .

ځينې مسلمانې خويندې دا فکر کوي چې د امربالمعروف او نهي عن المنکر دنده او مسئوليت يوازې د نارينه دی ، خو داسې بالکل نه ده بلکي دا مسئوليت د امت هر کس ته د خپل وس موافق که نارينه وي يا ښځينه متوجه دی ، فقط دومره خبره ده چې په دې کار کې د ښځې په نسبت سره د نارينه دائره او مسئوليت پراخه او ستر دی ، لکن مسلمانه بې بې د ښځو په مجالسو او محافلو کې ، د خپلوالو ، کورنۍ او اولادونو پر وړاندې پوره مسئوليت لري او هغوی ته امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوي .

لقوله رسول الله صلی الله عليه وسلم : كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ  (هر يو د تاسې راعی (شپون ) دی او هر يو د تاسې د خپل رعيت (لاس لاندې کسانو ) په برخه کې مسئول دي .

دا حکم د اسلامي امت ټولو کسانو ته که نارينه دي او که ښځې علماء دي او که عوام متوجه دی .

همدارنګه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : وَالْمَرْأَةُ رَاعِيَةٌ فِي بَيْتِ زَوْجِهَا وَمَسْئُولَةٌ عَنْ رَعِيَّتِهَا… (بخارى:853)

يعنې : ښځه د خاوند په کور کې شپونکۍ ده هغه د خپل لاس لاندې کسان په باره کې مسئوله ده .

 مسلمانې بې بې !

د اسلام قدردانې مورې !

د اسلام نازوليې ، با وقاره او پاکدامنه خورې !

ته هم سر له نن څخه دغه ستر مسئوليت ته چې د پيغمبرانو عليهم السلام دنده ده متوجه شه ، که الله تعالی د ستا په لاس باندې يوازې يوې ښځې ته او خپل اولاد ته دې هدايت وکړي هغه د ستا د پاره تر هر څه غوره دي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : لأَنْ يَهْدِيَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ عَلَى يَدَيْكَ رَجُلا خَيْرٌ لَكَ مِمَّا طَلَعَتْ عَلَيْهِ الشَّمْسُ وَغَرَبَتْ.(الطبراني 925 )

له ابی نافع نه روايت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : که الله ستاسو د لاس څخه يو بنده ته هدايت وکړي ستاسو دپاره د ټولو کائيناتو نه چې پری لمر راخيږي او پرېوزی غوره دی ( طبرانی ) .

او فرمايي : عَنْ سَهْلِ بن سعد، رضي اللَّه عنْه، أنَّ النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قَالَ لِعَلي، رضي اللَّه عنْه: « فو اللَّهِ لأنْ يهْدِيَ اللَّه بِكَ رجُلاً واحِداً خَيْرٌ لكَ من حُمْرِ النَّعم » متفقٌ عليهِ.

له سهل بن سعيد رضی الله عنه نه روايت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم حضرت علی رضی الله عنه ته وفرمايل :

په الله سوګند دی که چيرې ستا په لاس الله تعالی يو کس ته هدايت وکړي ستا د پاره تر سورو اوښانو بهتر دی .

 عن أبي هريرة؛ أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال “من دعا إلى هدى، كان له من الأجر مثل أجور من تبعه، لا ينقص ذلك من أجورهم شيئا.  (مسلم 2674 ) .

له ابی هريرة نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :کوم بنده چې د نيکی طرف ته خلقو ته دعوت ورکړو نو ده لره به د هغو ټولو خلقو هومره اجر او ثواب وي څوک چه د ده د دعوت سره يې نيک عمل شروع کړی وي .او ددې نيک عمل کونکو له عمله به هيڅ نه کميږي .

مسلمانې خورې !

د اسلام با وقاره غزمندې خورې !

د پورته شرعي نصوصو څخه څرګنده شوه چې د اولاد اسلامي او اخلاقي تربيه ستا مسئوليت شو او په خاص توګه چې کله مو خاوند غالب وي .

نن زمونږ د ټولنې د فساد يو وجه همدا ده چې د خپلو اولادو اسلامي تربیې او روزنې ته مو پام نه دی شوی ، کچيرې د کور اهل اصلاح شي کوچه ، کلی او بلاخره ټولنه به خامخا اصلاح وي .

 مسلمانې خورې نن څو ورځې له خپل اولاد سره تکليف او زحمت تير کړه ، هغوی له بدو کارونو څخه په کلکه منع او ښو کارونو ته يې تشويق کړه ، جومات ته يې د قرآن او د دين د زده کړي د پاره وليږه ، اسلامي تربيه ور وښيه ، د اطاعات په حصه يې کلک وڅاره ، کوچه کشتۍ ، د فاسدو خلکو له ملګرۍ ، د فلمونو ، سريالونو څخه يې وژغره ، د څو ورځو د تکليف په وجه به ټول عمر آرامه سرلوړې او په دنيا او آخرت کې ور باندې خوشحاله او افتخار کوونکي وې .

او که نن ورځ دې غفلت او سستي وکړه چې زما د سر څخه چپ وي ، زه آرام ومه ، ولو که په کوڅو کې ګرځي ، ولو که ګيم  وکړي ولو که سريال او فلم ته کينې ولو که جومات ته نه ځي ولو که د دين څخه بالکل ناخبره وي خو چې زما د سر نه چپ وي او زه آرامه وم او ماته شور او غالمغال ونه کړي ، نو پوه شه چې دا د څو ورځو غفلت او سستي به د ټول عمر غم وګرځي .

يو دا چې د الله تعالی پر وړاندې به مسئوله وې او بل دا چې د اولاد څخه به دې داسې لنډغر جوړ شي چې والدين ، کور خو څه کوې چې د ټولې کوڅې ، ټول کلې او ولس د پاره به غم او تکليف وي .

قدرمنې او غزتمندې بې بې مورئ !

مور په انسانو کې د تخم حيثيت لري که تخم سالم وي نباتات به هم سالم وي او که تخم خراب شو نباتات او د هغه حاصلات به ټول خراب شي ، د ټولنې ټول کسان په لومړې دور کې د مور د زانګو له مدرسې څخه فارغ شوي دي ، که دا مدرسه سالمه شوه ټولنه به خامخا سالمه وي .

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت واليه انيب

قافله دعوت الی الله (آن لاين اسلامي لارښود)

Print Friendly, PDF & Email