۱- د ځينې ښځو عادت وي چې خپل اولاد په سپي ، پشو او نورو ځناورو وېروي ، د داسې خبرو څخه پرهيز کول پکار دی ځکه چې په دې خبرو د هغوی زړونه کمزورې کيږي .
۲- د پی او خوراک ورکولو لپاره د وخت مقررول د هغوی روغتيا ته ګټه رسوي .
۳- طفل مو چې کله ژاړي نو هغوی ته مه په غصه کيږئ ، کيدای شي وږی يا تږی وي نو د هغه مړول پکار دي ، يا کيدای شي خوب ورځې د هغه بيده کول پکار دي ، يا کيدای شي ناروغ وي د هغه درملنه کول پکار دي ، اکثره اطفال چې ژاړي ، د لوږې ، تندې ، خوب ورتللو او مرض له وجې ژاړې .
۴- هغه پاک ساتئ تر څو صحت مند او روغ وي .
۵- د هغه ډير سينګار په کار نه دی .
۶- کچېرې هلک وي نو د هغه لوی لوی ويښتان پريښودل پکار نه دي .
۷- د اولادونو په لاس باندې غريبانو ته خيرات ورکول تر څو په سخاوت باندې عادت شي .
۸- هلکانو ته داسې جامې مه وراغوندې چې د شريعت خلاف وي ، تصويرونه ورباندې کښل شوي وي يا سور رنګ وي او نجونو ته بې حجابه جامې چې تنګې يا نری وي يا د فاسقانو او کافرانو سره مشابهت ولري مه وراغوندئ او ځان ته دا دليل مه نيسئ چې دا خو نابالغ دي ځکه کله چې بالغ شي همدا به يې عادت جوړ شي .
۹- د هغوی ټول ضدونه مه پوره کوئ ځکه چې په دې سره يې طبيعت خرابيږي .
۱۰- په چيغو او زوره خبرو کولو يې منع کړئ په خاصه ټوګه نجونې ځکه چې کله لويې شي همدا به يې عادت شي .
۱۱- د غصې ، درواغ ، حرص ، بخل ، غلا کولو ، بې ګټې خبرې ، زيات خندل ، کبر او غرر او ټوقو او مسخرو او نورو حرامو کارونو څخه د هغوی منع کول او په ښو کارونو عادت ورکول .
۱۲- کچېرې نقصان پيښ کړي يا چاته ضرر ورسوي نو هغه ته مناسبه سزا ورکول پکار دي ، په دا ډول کارونو کې د اولاد مينه او د هغه ننګه کول اولاد تباه کوي .
۱۳- د ډير خوب څخه د هغوی منع کول . او د وختي بيدارېدو عادت ورکول .
۱۴- د مدرسې او مکتب له تللو څخه مخکې هغوی ته قرآن ور زده کول .
۱۵- هغوی ته د کامل استاذ او قاري انتخاب ځکه که په پيل کې تلفظ او احکام غلط زده کړي نو د هغه اصلاح به بيا ډيره مشکله وي .
۱۶- هغوی د عشقي کتابونو ، فلمونو ، سريالونو ، ګيم ، موسيقۍ او بې حجابه تصويرونو څخه منع کول .
۱۷- خپل بچيان په کار باندې عادت کول او له سستی او ټمبلی څخه د هغوی ساتل ، هغوی ته ويل : چې خپله بستره پخپله ځانته وغړوي ، سهار يې خپله ټوله کړي ، خپل کالي خپله واغوندې او خپله يې وباسي او داسې نور .
۱۸- کله چې د هغوی څخه ښه خبره او ښه کار وليدل شي د هغوی تشويق او ترغيب او څه انعام ورکول .
۱۹- بچيان مو په پټه څه کار کولو ته مه پرېږئ ځکه هغوی چې کوم کار په پټه کوي نو پوه شئ چې هغه بد کار دی .
۲۰- هغوی ته د څه کار او مسئوليت ور سپارل تر څو اراده او همت يې لوړ شي .
۲۱- هغه ته د پورته بيان شويو اخلاقو او آدابو ور زده کول .
۲۲- د هغوی په مخ کې د بې حيايی کار ، يا کورواله کولو څخه پرهيز کول که څه سن يې دومره کم وي چې خبرې نشي کولای ځکه چې د هغه تصوير يې په دماغ کې پاتې کيږي .
۲۳- داسې عادت ورکول چې پخپله خبره به ټينګ نه دريږي بلکي د حق خبره به اروي که څه هم د ده څخه د يو کمزوري کس وي .
۲۴- پخپله غلطۍ باندې د اعتراف کولو عادت ورکول .
۲۵- د اولاد د اصلاح او هدايت لپاره دعا کول .
۲۶- د نږدې والي په وخت کې بسم الله ويل او د شيطان د شر او ضرر څخه پناه غوښتل او دغه مسونه دعا ويل : «بِسْمِ اللهِ، اللَّهُمَّ جَنِّبْنَا الشَّيْطَانَ، وَجَنِّبِ الشَّيْطَانَ مَا رَزَقْتَنَا».
ژباړه: بسم الله . ای الله ! ما د شيطان له شر څخه وساتې ، او هغه اولاد چې ما ته يې راکوې د شيطان له شره وساتې .
۲۷- د اولادونو له اهانت او تحقيرولو څخه پرهيز کول .
۲۸- د بدو او نا وړه الفاظو کارولو څخه پرهيز کول .
۲۹- د مشر زوی يا مشرې لور په تربيت کې ډير اهتمام کول تر څو د نورو اولادونو تربيت ورسره ښه شي .
قافله دعوت الی الله (آن لاين اسلامي لارښود)