ځينې والدين د اولاد په تربيه کې نا مناسبې او غلطې لارې غوره کوي چې هغه يا د جهل او ناپوهۍ له وجې وي يا د خپلو والدين او اجداد څخه ميراثي وي او يا د ټولنې د غلطو رواجونو  نتجه وي .

په هر صورت دغه اسلوب او لارې د طفل په تربيه باندې سخت بد اثر کوي چې ځينې په لاندې ډول دي :

اول – په تسلط کې له حده تيری :

داسې چې پلار يا مور خپل اولاد په هيڅ صورت کې خپلې خوښې ته نه پريږدي که څه هم مشروع وي او په طفل باندې د داسې څه تحمل او بارول چې د هغه د قدرت او توان څخه لوړ وي او د نه کولو په صورت کې د هغه تحقير او رټل چې دا طريقه د طفل په تربيه باندې لاندې اثرات لري:

الف): د جرأت له لاسه ورکول او د نورو کسان پر وړاندې بې حده خضوع ، اتباع او عاجزي کول .

ب ): دائم په وېره او ډار کې اوسېدل او خجالت احساسول .

ج) : پخپل نفس اعتماد له لاسه ورکول ،دائم د نيمګړتيا احساس .

د):  د داسې اسلوبو او طرېقې له اختيارولو سره په طفل کې د کينې او عداوت پيدا کېدل چې بلاخره طفل د خرابکاری او ضرر رسولو لاره اختياروي .

دوهم-ناحقه حمايت او ننګه

دا چې والدين د خپلو اولادونو د مسئوليتونو په مخ کې ولاړ وي د هغوی په کورنۍ کار کې مداخله کوي ، طفل ته ددې فرصت نه ورکوي څو خپل مسئوليت ادا کړي ،معلم ته واسطه کوي څو د لياقت پرته لوړې نمرې تر لاسه کړي او يا په ناحقه د طفل دفاع کوي ، مشکل په طفل کې وي خو بار يې پر معلم اچوي .

دا طريقه د طفل په تربيه باندې خطرناک اثرات لري ځکه چې طفل ددې قدرت له لاسه ورکوي چې خپل مسئوليت پخپله ادا کړي او کله چې لوی شي د مکلفيت او مسئوليت احساس نه کوي چې په دې سره له زياتو مشکلاتو سره مخ کيږي .

دريم – غفلت

د اولاد د تربيه په حصه کې د والدينو غفلت کول ، د هغوی څارنه نه کول ، هغوی ته په نيکو کارونو امر نه کول او له بدو کارونو څخه د هغوی نه منع کول ، د ديني واجباتو ، درس او د درس د کورني کار په اړه پوښتنه نه کول او د هغوی سره حساب او محاسبه نه کول .

ځکه چې پلار يې يو شپه له کوره وځي او بله شپه په داسې حال کې کور ته راځي چې اولادونه يې بيده وي ، مور هم يا کارونو ، يا د تليوزيون په تماشا او يا په نور څه مشغوله وي او د اولاد تربيه ته هيڅ پام نه کوي.

کله چې هغوی د خطرناکو عواقبو سره مخ شي ، بل ته ضرر ورسوي ، کوم بد کار وکړي او يا په درس او تعليم کې ناکام يا تيټې نمري يوسي نو هغوی خجالت اختياروي او عجيب دا چې بيا خپله ملامتيا پر اولاد ور اچوي هغوی تحقيروي بد رد ورته وايي چې په دې سره اولادونه د خپل والدين محبت له لاسه ورکوي ، د يوازې والی احساس کوي ، نور ته ځان محتاج احساسوي .

څلورم – غير عادلانه تشويق او ترغيب

متأسفانه دا عادت په ډيرو والدينو کې شته چې په ناحقه خپل اولاد د نورو په اولادونو پورته کوي ، کچېرې ګاونډي او نورو ته ضرر ورسوي د نورو اطفال ووهي نو والدين يې ورته خاندې او هغوی د دغه ناوړه کار څخه نه منع کوي .

همدارنګه کلپ ته يې د عادلانه تمرين او روغتيا په نيت نه ليږي بلکي ددې لپاره يې کلپ ته ليږي چه يو پهلوان ورڅخه جوړاو بيا يې د يوه جنګي سپي په څير وجنګوي، نو بيا چه دغه ډول ناولی اولاد را لوی شي د کورنۍ لپاره خو څه چه د ټولنې او ادارې لپاره لوی غم ور څخه جوړ شي .

پنځم – د ماده پرستۍ عقيده :

ځينې والدين خپلو اولادونو باندې د خوراک او څښاک او نفقې برابرولو منت اچوي ، هغوی چې کله د ډوډۍ خوړلو لپاره را جمع شي نو د ډوډۍ خوړلو پر مهال ورته وايي : ای ډوډۍ خوره ! ولی داسې او هغسې کوې ،او يا يې هم د ډوډۍ خوړلو پر مهال وهي ، ای ډوډۍ خوره يوازې ډوډۍ خوړلو ته ښه تيار يې نور د هيڅ کار نه يې .

دا چې اطفالو ته د توکل ، او دا چې الله تعالی د ټولو ژونديو روزې ورکونکی دی  فکر او ذهنيت پر ځای داسې فکر او ذهنيت ورکول چې د نفقې پيدا کول ډير سخت کار دی ، او په دنيا کې د انسان اصلي هدف د پيسو پيدا کول ، خوراک او څښاک دی (الغياذ بالله) .

حال دا چې په دنيا کې د انسان د ژوند هدف د الله تعالی عبادت او فرمابرداري کول دي ، الله سبحانه وتعالی فرمايي :

شپږم – د واحد هدف او تګليارې نه اتنخاب :

د واحدې تګليارې پر ځای د مذبذبې تګليارې اختيارول داسې چې يو ځل يو عمل ښه ګڼې خو بل ځل یې بد ګڼې .

مثلاً اطفال چې د خپلو والدينو په مخ کې څه کوي نو هغوی ورته خاندې مګر د مېلمنو او نورو په مخکې د همغه کار په کولو هغوی تحقيروي او هغوی ته رد بد وايي .

چې په دې سره طفل حيران شي چې کوم کار صحي او کوم غلط دی له طفل څخه د ښه او بد د تميز کولو لاره ورکه شي .

اوم- د اولادنو تر مينځ بې عدالتي :

والدين به د اولادنو تر مينځ په سلوک ، ورکړه او نور کې عدالت کوي ، ټولو سره به په انصاف او برابری سره سلوک کوي ، داسې نه چې يو ښه پالل کيږي او بل محروم وي ځکه چې داسې کول د هغوی تر مينځ د بغض او کينې سبب ګرځي .

عَنْ النُّعْمَان بْنَ بَشِيرٍ رَضِي اللَّه عَنْهمَا قال: أَعْطَانِي أَبِي عَطِيَّةً، فَقَالَتْ عَمْرَةُ بِنْتُ رَوَاحَةَ: لا أَرْضَى حَتَّى تُشْهِدَ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم ، فَأَتَى رَسُولَ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم فَقَالَ: إِنِّي أَعْطَيْتُ ابْنِي مِنْ عَمْرَةَ بِنْتِ رَوَاحَةَ عَطِيَّةً، فَأَمَرَتْنِي أَنْ أُشْهِدَكَ يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ: «أَعْطَيْتَ سَائِرَ وَلَدِكَ مِثْلَ هَذَا»؟ قَالَ: لا قَالَ: «فَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْدِلُوا بَيْنَ أَوْلادِكُمْ» قَالَ: فَرَجَعَ فَرَدَّ عَطِيَّتَهُ. (صحيح البخارى).

ژباړه : نعمان بن بشير رضي الله عنهما وايې: پلار مې ماته يو شی هديه کړل ، عمرة بنت رواحه (مور مې) وويل: ترهغه به راضی نه شم ترڅو چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ورباندې شاهد شوی نه وي ، پس پلار مې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورغی ورته ویې وویل: زوی مې چې له رواحه نه دی يو شی مې ورته هديه کړل مګر مور یې دا تأقيد کړی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به شاهد نيسي .

رسو ل الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: آيا تا ټولو زامنو ته همدا ډول هديه ورکړي ده هغی وویل: نه ، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: له الله تعالی څخه وويريږه! او د زامنو تر مينځ عدالت سره رفتار وکړه ورسته مې پلار وګرځید او هديه يې واپس واخيسته .

آن لاين اسلامي لارښود – د اولاد تربيت