لوبې او تمرينات

د ماشومانو لپاره لوبې او ځينې تمرينات کول صحي ، جسمي او فکري ګټې لري په شرط ددې چې اعتدال پکې وي او د شريعت د پولو څخه تيری پکې نه وي لکه :

۱- د ديني او دينوي واجباتو د ترک ، ضايع کېدو او نقصان سبب نشي .

لکه : د علم زده کړه ، لمونځ ، کورنۍ کار او نورو  واجباتو د ترک او نقصان سبب نشي .

۲- د صالح نيت د پاره وي تر څو بدن ورباندې قوي شي او د الله تعالی پوره بندګي وشي .

۳- عورت پکې ساتل شوی وي .

۴- د والدينو او نږدې خپلوانو له چارنې لرې نه وي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email