د اولاد بدني روزنه

بدني او جسمي پالنه او روزنه عبارت ده له : خوراک ، څښاک ، خوب ، نظافت او تنظيم ، درملنه  او د ضرر څخه ساتلو ته وايي .

روغتيا او سلامتي د سالمې روزنې د پاره د انسان د بدني ځواکمنتيا دوه بنسټيزې پايې دي ځکه سالم عقل په سالم بدن کې دی ،او د ژوندانه د مسؤليتونو رفع کول بدني ځواکمنتيا ته اړتيا لري او سستي او ضعيفي د ډيرو مسؤليتونو د رفع کولو مانع ګرځي .

د بدني روزنې فضيلت :

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:«للمرأة في حملها إلى وضعها إلى فصالها من الأجر كالمتشحط في دمه في سبيل الله، فإن هلكت فيما بين ذلك فلها أجر شهيد» (كتاب العيال لابن أبي الدنيا وأحكام النساء لابن الجوزي).

ژباړه: د ښځې د پاره د (اولاد) په حمل نيولو، ولادت تر جلاوالي پورې داسې اجر دی لکه د الله تعالی په لار کې بهره کوونکی که چېرې دا په دغه موده کې مړه شي هغې لره د شهيد اجر دی.

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: کومه ښځه چې د اولاد زېږېدو ناروغی له امله مړه شي هغه شهیده ده (ابوداؤد، سنن النسآیی)

عن ابن عمر – رضي الله عنهما – قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلّم «مَن سقى ولده شربة ماء في صغره، سقاه الله سبعين شربة من ماء الكوثر يوم القيامة» (رواه الحافظ أبو نعيم في حليةالأولياء و کنزالعمال و قال هذا حديث غريب).

ژباړه: د ابن عمر رضی الله عنهما نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: چا چې په وړوکتوب کې په خپل بچي يو غړپ اوبه و څښلې، الله تعالی به د قيامت په ورځ د حوض کوثر نه اويا غړپه اوبه ور وڅښي.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email