که د پاڼې نه استفاده ونشي د زرګونو مطالبو را ټولول به بې فائدې وي

د اسلامي ښووني مينه والو!

 السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

اسلامي لارښود ته هره ورځ يا هره اونۍ څو دينې پوښتنې را ليږل کيږي مګر ډيرې يې داسې وي چې په پاڼه کې موجوده وي.  ، په هر صورت الله تعالی دې دوی ته غوره بدله ورکړي ځکه دا هغه کسان دي چې غواړي د شريعت په حلالو او حرامو ځان خبر کړي او بلاخره د رب العالمين (جل جلاله ) د ټاکلو شويو پولو احترام وکړي .

په رښتيا سره چې دا کسان الله تعالی ته خوښ کسان دي :

«رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ» (بخاري:  (3116

   ژباړه:  چاته چه پاک خدای د خير اراده وکړي نو په دين کښي پوهه ور په برخه کړي .

مګر يوې خبرې ته ستاسو ور پام کوم چې مخکې مو هم په بار بار اشاره ورته کړي ده هغه دا چې :

لومړی په پاڼه کې خپله پوښتنه ولټوئ او که مو پيدا نه کړه بيا خپله پوښتنه را وليږي ، ددې مطلب دا دی چې تاسې د پاڼې د زرګونو مطالبو څخه استفاده وکولای شئ .

Untitled-search

ځکه که داسې نه وي نو د دومره مطالبو را ټولول به څه ګټه ولري ؟

دا چې د لسو کلونو په موده کې مو د الله سبحانه وتعالی په مرسته او فضل په زرګونو ديني احکام او مسائل را ټول کړي او په را ټولولو يې اخته يو ددې لپاره چې مسلمانان وروڼه او خويندې په آسانی استفاده ورڅخه وکړي ، بس يوازنی آرمان مو همدا دی چې تاسې يې ولولئ او الله تعالی د عمل کولو توفيق راکړي، او الله تعالی ته هيله لرو چې دغه لږ شان عمل مو قبول او چې کله خاورې را باندې واوړي (د وفات وروسته) يې صدقه جاريه او د راتلونکو نسلونو لپاره يې خير وګرځوي .

 و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

Print Friendly, PDF & Email