د اولادونو د زده کړې مراتب

د زده کړې مراتب :

۱- د طفل تعليم د هغه په غوږ کې له آذان کولو پيل کيږي کوم چې د خپل خالق او إله طرف ته يې متوجه کوي ، او کله چې په خبرو راشي هغه ته به د کلمه (لا اله الا الله ) تعليم ورکول کيږي .

۲- بيا به د (الف ،باء) توري ، حرکات ، کلماتو د زده کړي لپاره د يو ماهر قاري چې په تجويد باندې پوره حاکميت ولري د نوراني قاعدې تعليم ورکړ شي .

 پخوا بغدادي قاعده په درسي نصاب کې مروج وه او اوس مهال په اکثره اسلامي هيوادونو کې نوراني قاعده رواج لري نوراني قاعده د قرآنکريم د تجويد پر آساس ترتيب شوی ده چې د تجويد او صحي تلفظ لپاره مهم رول لري ځکه له کوچيني توب څخه أطفال د صحي تلفظ سره بلدوي .

۳- د قرآنکريم زده کړه ، قرآنکريم د الله سبحانه وتعالی هغه سپېڅلی کتاب دی چې د فضيلت او اهميت د پاره به دلته يوازې دومره ووايم چې نن عصر کې نه پيغمبر شته او نه هم وحی ځکه چې د پيغمبرۍ او وحی سلسله د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم په رسالت سره ختمه شوې ده نن عصر د الله تعالی او د مخلوق تر مينځ د ارتباط وسيله يوازې قرآن او د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنت دي .

قرآنکريم د الله تعالی هغه معجز کتاب دی چې کله يو طفل هغه صحي زده کړي نو بيا شرعي او عصري علوم ټول ورته آسانه کيږي .

د قرآنکريم د زده کړې تر څنګ د قرآنکريم د څه حصې حفظ کول ، د قرآنکريم څه حصه حفظ او يادول د لمانځه لپاره واجب ده او له بل لورې د قرآنکريم په زده کړه ، لوستلو او تجويد کې د زده کوونکي علمي سويه لوړوي .

۴- د قرآنکريم د زده کړې تر څنګ د ضروري شرعي علم تعليم ورکول کوم چې مخکې مو اشاره ورته وکړه .

۵- د شرعي علم تر څنګ د عصري علم کوم چې انسان د ژوند ضرورت دی او هغه اسلامي امت ضرورت لري لکه :

  • حساب چې په ورځني ژوند کې ضرورت دی ، رياضيات ، د نورو علمو لپاره ضرورت دی .
  • علم الأرض (جعرافيه ، جيولوژي) : د ځمکې علم دی چې هيوادو د احوالو ، د ځمکې پراختيا ، طبقو ، جوړښت ، سيندونو ، بحرونو ، غرونو او نورو څخه بحث کوي .
  • علم أحياء ( بيولوژي ) : د ژونديو موجداتو څخه بحث کوي او انسان ته د الله تعالی د ستر قدرت نښې څرګنديږي .
  • تاريخ : د پخوانيو امتونو او واقعاتو څخه بحث کوي .
  • کمياء : د مادې د خواص،مشخصاتو او تغيراتو بحث کوي .
  • الفيزياء (فزيک) : د مادي او طبيعت څخه بحث کوي .

څه شيان چې ځمکه او فضاء کې د انسان د استفادې لپاره پيدا شوي دي د هغه څخه د استفادې کولو څخه بحث کوي .

همداسې نور علوم کوم چې انسان ورته ضرورت .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email