د خطبې پر مهال درود شريف ويل څه حکم لري؟

سلام عليکم:
کله چې خطبه کې امام دا آيه شريفه تلاوت وکړي جې يا ايهالذين آمنوا صلوا عليه وسلموا….نو دلته موږ درود شريف ووايو او که خطبې ته غوږ ونيسو ولې خطبې اوريدل خو واجب ده او خطبه غږيدا جايز نده.

محمد صالح فطرت

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په دې اړه د فقهاء کرام اختلاف نظر شته .

امام ابی حنيفه رحمه الله وايي : خطبې ته غوږ نيول افضل دي ځکه درود ويلو فضيلت د جمعې لمانځه پرته نورو وختونو کې هم تر لاسه کيدای شي خو خطبې ته غوږ نيولولو فضيلت نورو وختونو کې نه تر لاسه کيږي .

امام ابو يوسف رحمه الله وايي : درود شريف به له ځانه سره ورو سره وايي نه په جهر نو دا به د دواړو فضيلتونو لاس ته راوړل وي .

علامه وهبة الزحيلي رحمه الله دوهم قول غوره بللی دی چې :  درود شريف په پټه او خفيه سره ويل تر سکوت غوره دی .

فقال أبو حنيفة: إن سماع الخطبة أفضل من الصلاة على النبي صلى الله عليه وسلم، لأنه يمكن إحراز فضيلة الصلاة على النبي صلى الله عليه وسلم في غير وقت الجمعة، ولا يمكن إحراز فضيلة سماع خطبة الجمعة في غير وقتها.
وذهب أبو يوسف : إلى أنه يُصلي في نفسه دون أن يجهر، فإن ذلك لا يشغله عن سماع الخطبة، وليجمع بين الفضيلتين.

فقه الاسلامي و ادلته په دوهم قول علم افضل بللی دی :

جاء في فقه الاسلامي وادلته :

والصلاة على النبي صلّى الله عليه وسلم خفية، وفعله أفضل من سكوته لتحصيل الأجر.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email