د فرض لمانځه وروسته په التزام کلمه طيبه ويل څه حکم لري ؟

دلته جامع جومات کې د لمانځه نه وروسته دعا کيږي او د دعا نه وروسته څو وارې کلمه شريفه په زوره وايي او خلک هم تکراروي. دا بدعت ده او که شريعت سره مطابق عمل ده.

محمد صالح فطرت

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

فتاوی دارالعلوم ديوبند په ج ۱ ص ۵۰ ليکلي :

د فرض لمانځه نه وروسته په التزام سره په زوره د (لا اله الا الله ) دری ځله ويل مکروه او بدعت دی .

ځکه چې د لمانځه وروسته د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه دری ځله « أستغفر الله، أستغفر الله، أستغفر الله، أللهم أنت السلام ومنك السلام تباركت يا ذا الجلال والاكرام(مسلم ۵۹۱).

   ويل او نور اذکار ثابت شوی دي .

د لمانځه وروسته اذکار په لاندې لينک ولولئ :

https://dawat610.com/archives/3902

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email