د اولاد د روزنې او تربيت اهميت

اولاد يو ستر الهي نعمت دی : [وَجَعَلْتُ لَهُ مَالاً مَّمْدُودًا * وَبَنِينَ شُهُودًا ] (المدثر :12-13).

ژباړه:  او (بیا مې) ده ته ډېر زیات مال وركړ ،او زامن حاضر (باشه).

او اولاد د دنیا زینت دی : {الْمَالُ وَالْبَنُونَ زِينَةُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا} (الکهف :46 ).

ژباړه: مال او زامن د دنيايي ژوند زینت دى.

او په عين حال کې د اولاد اصلاح او تربيت يو مسئوليت دی ، الله سبحانه وتعالی فرمايي:[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ] (التحريم:۶).

ژباړه:  ای مؤمنانو ! خپل ځانونه او خپل اهل عيال له هغه اور څخه وساتئ چې خس يې خلک او تېږي دي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، الإِمَامُ رَاعٍ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، وَالرَّجُلُ رَاعٍ فِي أَهْلِهِ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، وَالْمَرْأَةُ رَاعِيَةٌ فِي بَيْتِ زَوْجِهَا وَمَسْئُولَةٌ عَنْ رَعِيَّتِهَا….». (بخارى:853).

ژباړه:هر يو د تاسې راعي (شپون ) دی او هر يو د تاسې د خپل رعيت (لاس لاندې کسانو ) په برخه کې مسئول دي (د رعيت په اړه به له ده څخه پوښتنه کيږي ) . د ټولنې رهبر د خپل رعيت شپون او د خپل رعيت مسئول دی ، سړی د خپل کور د اهل مسئول دی ،ښځه د ميړه په کور کې د خپل اولاد شپنه او مسئوله ده .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email