د اجازې غوښتلو آداب

د اسلام د ټولنيزو حقوقو څخه بل حق دا دی چې مسلمان د اجازې پرته د بل کور ته نه ننوځي ، والدين کرام دې خپلو اولادونو ته دا لاندې احکام ور زده کړي :

۱- د ګاوندې ، خپلوانو او بل چا کور ته به د اجازې پرته نه ننوځي :

الله سبحانه وتعالی فرمايي:[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَى أَهْلِهَا ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ] (النور ۲۷).

ژباړه: ای مؤمنانو! له خپلو کورونو څخه پرته نورو کورونو ته تر هغې مه ننوځئ څو اجازه وانخلئ او پر کورنۍ سلام وا چوئ دا کړنلاره ستاسې د پاره ډيره ښه ده. ښايې چې تاسې به دې ته پاملرنه وکړئ.

۲- کور ته به د فاسقانو او غلو په څير په ديوال باندې نه اوړي بلکې د دروازې له لارې به ننوځي:

[وأتوا البيوت من أبوابها] (سورة البقرة الآية: ۱۸۹).

۳- ماشومان به د بل اتاق ته په دريو وختونو کې بې اجازې نه ننوځي د سهار د لمانځه مخکې، غرمه او د ماسختن له لمانځه وروسته او بل وخت باک نه لري:

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لِيَسْتَأْذِنْكُمُ الَّذِينَ مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ وَالَّذِينَ لَمْ يَبْلُغُوا الْحُلُمَ مِنْكُمْ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ مِنْ قَبْلِ صَلَاةِ الْفَجْرِ وَحِينَ تَضَعُونَ ثِيَابَكُمْ مِنَ الظَّهِيرَةِ وَمِنْ بَعْدِ صَلَاةِ الْعِشَاءِ ثَلَاثُ عَوْرَاتٍ لَكُمْ …] (النور ۵۸).

 ژباړه: ای مؤمنانو!  اړينه ده چې ستاسې خدمتګاران او ستاسې هغه ماشومان چې لا تر اوسه پورې د پوهي حد ته نه دي رسېدلي، په دريو وختونو کې دې د اجازې په اخيستلو سره تاسې ته راځي د سهار له لمانځه نه مخکې او غرمه چې کله تاسې جامې وباسئ، او د ماسختن له لمانځه وروسته دا دری وختونه ستاسې د پاره د ستر وختونه دي.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email