په دبۍ کې د تير اکتبر په مياشت کې 279 کسان په اسلام مشرف شول

محتويات (عناوين)

 د اخبار جهان اسلام د راپور او المختصر په حواله : د دبۍ د اسلامې امورو او خيريه کارونو د ادارې د راپور له مخې د تیر اکتبر په مياشت 279 کسانو خپل مسلمانيدل اعلان کړل دا کسان په مختلفو ملتونو پورې اړه لري چې ددې کسانو څخه ۱۷۷ ښځې دي .
ددې ادارې مشر دکتور حمد بن شيخ محمد الشيبانی وويل : مونږ هميشه د خپلو امورو انسجام ، دعوت او اسلامې تبليغات ددې مبارک آيت شريف د پيروۍ په رڼا کې تر سره کوو ،{ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ }(سورة النحل/ آية 125).
د اماراتو د رسمي رسنيو د راپور له مخې دوکتور شيباني وايي : زمونږ اداره نويو مسلمان شويو ته د زده کړې ورکولو ډير اهميت ورکوي .د هر نوی مسلمان شوی د پاره د زده کړې دوره په عربي ژبه ترتيبوو تر څو د خپل دين له تعليماتو سره اشنا شي او همدارنګه څو کتابونه په مختلفو ژبو او د هر کس سره مناسب اهدا کوو .
او هغوی ته د لمانځه زده کړه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د صحيح سنتو له مخې ور زده کيږي  .
د نوموړې مؤسسې مدير زياتوي : ټول هغه کسان چې  دغه مؤسسې ته يې خپل مسلمانيدل اعلان کړي دی وروسته له هغه چې دوی د اسلام په باره کې مطالعات او څيړنې کړی دی او ښه یې حقيقت درک کړی دی وروسته يې د خپل زړه په خوښ  دغه مؤ سسې ته مراجعه کړی ده او خپل مسلمانيدل يې رسماً اعلان کړی دي .
دغه کسان د اماراتو د خلکو له ښه سلوک څخه تعجب کوي او ددې مناطقو د خلکو ښه رفتار هم د دوی له اسلام سره د علاقي یو عامل بلل کيږی .
آن لاين اسلامې لارښود
 
 
Print Friendly, PDF & Email

2 تعليقان

  1. بسم الله الرحمن الرحيم_‏
اسلام عليكم_ددعوت كاركونكو اوليدونكو الله ج مو روغ راته لره _هيله ده زمادا د زره اواز وګورﺉ او خوند تري واخلي _د دعوت سايت مي كوت دډيري ميني له وجي مي دا وآز له خولي راووت
    ډيرو په زړونو كي منلي پاڼه_دعوت انلاين ډيره ښكلي پاڼه
    پاك سپين سپيڅلي خادمان لري ټول_ په ډير وفانوكي ښاغلي پاڼه
    منكر بي دين او بدعت نه مني_‏
 په حق ويلو كښي سپيڅلي پاڼه
    ‏
حق الهى امور په خلكو ګوري_‏
هدف مقصد ته رسيدلي پاڼه
    لله ج دي تل كامياب كاميابه لري_‏
ددرويش جان دزره منلي پاڼه
    وسلام ستاسي ورورنسيم درويش

  2. سبحان الله څومره په زړه پوری مطلب.

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي