د ښو اخلاقو فضائل

۱- ښه اخلاق د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم  صفت دی او د صالحو مؤمنانو غوره عمل بلل کيږي ، او ښه اخلاق د دين ثمره او مجاهده بلل کيږي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :إِنَّمَا بُعِثتُ لِأُتَمِّمَ مَكَارِمَ الأَخلَاقِ ( رواه البخاري في الأدب المفرد-۲۷۳).

ژباړه: يقيناً چې زه د اخلاقو د تکميل د پاره استول شوی يم .

۲- ابی هریرة رضی الله عنه وايي: له رسول صلی الله عليه وسلم  نه پوښتنه وشوه چې جنت ته به کوم خلک زيات داخليږي ؟ ویې فرمايل :«تَقْوَى اللَّهِ وَحُسْنُ الْخُلُقِ » ( رواه الترمذي / ۲۰۰۴).

ژباړه: د الله نه وېرېدونکي او د ښو اخلاقو څښتنان.

۳- همدارنګه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«اِنَّ المُؤمِنَ لَيُدرِكُ بِحُسنِ خُلُقِه دَرَجَةَ الصَّآءِمِ القَآئمِ» (ابوداود)

ژباړه: مومن بنده د خپلو ښواخلاقو په ذريعه د (نفلي ) روژه نيونکي ،عبادت کونکی درجه حاصلولی شي .

۴- همدارنګه فرمايي : مَامِن شَيءٍ اَثَقَلُ فِي مِيزاَنِ العَبد المُؤمِنِ يَومَ القَياَمَةِ مِن حُسنِ الخُلُقِ وَاِنَّ اللهَ يُبغِضُ الفَاحِشَ البَذِی (ترمذی).

ژباړه: د قيامت په ورځ به د مؤمن بنده د پاره بل هيڅ يوعمل پرته له ښواخلاقو نه زيات وزمين نه وي ، الله تعالی بيهوده خبرې کونکی او بی حياء خبرې کونکي بد ګڼي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email