د معذور کس اودس

سلامونه اونیکی هیلی:

د ارزان قیمت نه تاسی سره په تماس کی یم ماته یو مشکل پیدا شوی دی 7 کاله کیگی زما اودس نه وچیگی هر کله چی اودس کوم خالی اضرار رانه حی دواگانی می دیری کری دی خو کومه کته یی راته ندی کری لمانحه باندی ولاروم اضرار رانه راحی دشریعت دنگاه سه کول پکار دی سه وکم ستاسی د حواب په هیله.

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د چا چې اودس نه وچيږي ادرار يې جاري وي هغه معذور دی ، معذور کس به د هر وخت لپاره اودس کوي او لمونځ به ادا کوي ، د يو وخت لپاره يوازې يو اودس ته ضرورت دی که څه هم څو ځله او يا هم د لمانځه پر مهال يې اودس مات شي لمونځ به نه ماتوي همدا اودس کفايت کوي ، مګر که ددې عذر پرته بل څه مات شي نو اودس به يې مات وي .

وحكمه: أنه يتوضأ لوقت كل فرض، لا لكل فرض ونفل، لقوله صلّى الله عليه وسلم : «المستحاضة تتوضأ لوقت كل صلاة» ويقاس عليها سائر ذوي الأعذار. ويصلي بهذا الوضوء ما شاء من الفرائض والنوافل، ويبقى وضوءه ما دام باقياً بشرطين: أن يتوضأ لعذره، ولم يطرأ عليه حدث آخر كخروج ريح أو سيلان دم من موضع آخر.
ويبطل وضوء المعذور بخروج وقت الصلاة المفروضة فقط.

فقه الاسلامي وادلته ، الدر المختار: ۱/۱۳۹ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email