والدين ته ښايې چې د خپلو ماشومانو په زړه کې د دعوت الی الله او اعلی کلمة الله لپاره د جهاد مينه او اهميت ځای کړي ځکه چې جهاد د اسلام لوړه څوکه ده.

رَأْسُ الأَمْرِ الإِسْلاَمُ، وَعَمُودُهُ الصَّلاَةُ، وَذِرْوَةُ سَنَاِمِه الْجِهَادُ (الترمذي ، حسن صحيح ) .

ژباړه: د ټولو کارونو سر اسلام دی ، او ستنه يې لمونځ دی او لوړه څوکه يې جهاد دی .

جهاد د اسلام د لوړوالی او د مسلمانانو د عزت او آبرو ساتنې او د کفر او طاغوت د نسکورولو يوازنې وسيله ده ، د ظلم او فساد په مقابل کې د عدل د قيام مسلحانه قيام دی .

او دعوت الی الله او أمر بالمعروف او نهی عن المنکر (په نيکو کارونو امر او له بدو کارونو منع کول ) ددې امت اصلي دنده او مسئوليت دی .

په اسلام کې د اولاد روزنه

Print Friendly, PDF & Email