ماشومانو ته د لمانځه د تربيت مرحلې

لومړی مرحله :

اولادونه د خپلو والدينو د اعمالو او اقوالو تقليد کوي ،کله چې مور لمونځ کوي ، پلار په کور کې نفلي لمونځ کوي اولادونه يې تقليد کوي ، په ظاهري بڼه د لمانځه د احکامو سره بلدتيا مومي .

دوهمه مرحله :

د ماشومانو عادت کول په لمانځه باندي له اوه کلني څخه شروع کېږي د اوه کلني عمر په تعليم او تمرين د عادت کولو عمر دي.

کله چې اولادونه اوه کلنۍ ته ورسيږي هغوی ته به د نجاست څخه د پاکولو ، اودس او د لمانځه د احکامو لکه : فرض ، واجب ، سنت ، د لمانځه د ادا کولو طريقه ور زده کړي او هغوی ته به په همدې سن کې د لمانځه د ادا کولو حکم وکړي .

رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «مروا أبناءكم‌ بالصلاة‌ لسبع‌ » (مسند أحمد).

ژباړه: خپلو اولادونو ته مو په اوه کلنۍ کې په لمانځه امر وکړئ.

مګر په دې مرحله کې د لمانځه د ادا کولو په زده کړه کې دقت پکار دی ځکه که يو ځل په ناقص لمونځ کولو عادت شي نو بيا يې اصلاح مشکله ده . بايد د لمانځه بيروني شرطونو ، داخلي ارکانو او احکامو ته پوره متوجه شي او د لمونځ په ادا کولو کې ټول ارکان په ښه شان زده کړي لکه : قيام ، رکوع ، سجده ، قعده او په ټولو ارکانو کې اطمنان خشوع او خضوع کول .

دريمه مرحله :

کله چې اولادونه لس کلنۍ ته ورسيږي هغوی به د لمانځه پوره پابندې کوي کچېرې په لمانځه کې سستي او غفلت کوي نو اسلامي شريعت د تأديب حکم کړی دی دا ځکه چې لمونځ په دين کې زيات اهميت لري ، د لمانځه ترک د دنيا او آخرت تباهي ده .

نو والدين به هغوی ته د غفلت په صورت کې بدني تأديب ورکوي په دې نيت چې اصلاح او د لمانځه اهميت ته متوجه شي ، داسې وهل چې نيت یې یوازې تأديب وي ظالمانه او سخت نه وي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي «مروا أبناءكم‌ بالصلاة‌ لسبع‌ واضربوهم ‌عليها لعشر وفرقوا بينهم‌ في‌ المضاجع»  (مسند احمد).

ژباړه: خپلو اولادونو ته مو په اوه کلنۍ کې په لمانځه امر وکړئ، په لس کلنې د لمانځه (نه کولو په وجه) هغوی ووهئ او د هغوی خوب ځايونه جلا کړئ).

د ماشوم سرپرست بايد د ماشوم د لمانځه او نورو مسؤليتونو د ادا کولو لازمه څارنه وکړي او په هيڅ ډول د هغه په روزنه او څارنه کې ټنبلي و نه کړي ځکه الله جل جلاله فرمايي :[وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلاَةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا لاَ نَسْأَلُكَ رِزْقًا نَّحْنُ نَرْزُقُكَ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَىڅ (طه /۱۳۲).

  ژباړه: خپلي کورني ته مو په لمانځه کولو امر وکړه ! او ته پخپله هم په هغه کلک اوسه .مونږ له تا نه د روزي پوښتنه نه کوو (بلکي) مونږ تا ته روزي در کوو او ښه پايله د تقوا لرونکو ده) .

څلورمه مرحله :

ماشومان له ځانه سره جومات بوول :

د دين کمال د لمانځه کمال دی او د لمانځه کمال او پوره والی په جماعت سره د لمانځه ادا کول دي ، ماشوم ته د جماعت د لمانځه فضيلت او ګټې بيانول چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

د جماعت د لمانځه ديني او دنيوي فائدې :

۱- په تياره کې جوماتونو ته تلونکو لپاره به د قيامت په ورځ نور وي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«بشّر المشائين في الظلم إلى المساجد بالنور التامّ يوم القيامة» (ابؤداود ، ابن ماجه ).

ژباړه : هغو کسانو ته چه په تياره کې جوماتونو ته ځي زېری ورکړئ په کامل نور سره په ورځ د قيامت (دغه جومات ته تګ به په ورځ د قيامت هغوی ته نور وګرځي).

۲- د سهار او بيګا د جماعت لمونځ ادا کول د ټولې شپې د نفلي عبادت برابر ثواب لري .

له عثمان بن عفان (رضی الله عنه ) نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايل: «من صلّى العشاء في جماعة فكأنّما قام نصف الليل، ومن صلّى الصبح في جماعة فكأنّما صلّى الليل كلّه» (مسلم ۶۵۶ )

ژباړه : څوک چه د نماسختن لمونځ په جَمع ادا کړي داسې دی لکه تر نمې شپی يې چه لمونځونه کړي وي اوڅوک چې د سهار لمونځ په جَمع ادا کړي داسې دی لکه ټوله شپه يې چې په لمونځ کولو سبا کړي وي ( د بيګا او سبا لمونځ په جمع ادا کولو ثواب د ټولې شپي له نفلي عبادت سره مساوي دی ) .

۳- کچېرې خلک د جماعت په فضيلت پوه شي نو حتماً به ځي جومات ته که څه هم په خاپوړو سره وي .

او أبوهريـره (رضی الله عنه) روايت کوي چه رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي: «لو يعلمون ما في العتمة والصبح لأتوهما ولو حبواً» (متفق علِيه ) .

ژباړه : که خلک پوهيدلی چې د بيګا او سبا په لمونځ کولو کې څومره ثواب دی دوی به جومات تللی اګر که په خاپوړو هم وای .

۴- د جوماتونو ته تلونکي کسان به د قيامت په ورځ د عرش تر سيورې لاندې وي .

د بخاري شريف په يوه حديث شريف کې راغلی : اوه کسان به د قيامت په ورځ د عرش تر سيورې لاندې وي د هغه ډلې يو هم هغه کس دی چې زړه يې له جومات سره تړلی وي «وَرَجُلٌ قَلبُه مُعَلّقٌ بِاالمَسَاجِدِ » (بخاری او مسلم ) .

۵- څوک چې څلويښت ورځې تکبير اولی ونيسی هغه به د دوزخ او نفاق څخه نجات وي .

عن أَنَسِ بنِ مَالِكٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَنْ صَلَّى للهِ أَربَعينَ يَومَاً في جَمَاعَةٍ يُدْرِكُ التَّكْبيرَةَ الأُوَّلى كُتِبَ لَهُ بَرَاءَتَانِ: بَرَاءَةٌ مِنَ النَّارِ، وَبَرَاءَةٌ مِنَ النِّفَاقِ» ( الترمذي)

ژباړه : چا چې څلويښت ورځې په اخلاص داسې لمونځ وکړ چې تکبير اُولی ترې فوت نه شي هغه ته به دوه برائت (خلاصون  يا نجات ) ورکړ شي يو د دوزخ  څخه او بل د نفاق څخه .

۶- د جماعت لمونځ د يوازې لمانځه پنځه ويشت درجې فضيلت لري .

«صَلاةُ الْجَمِيعِ تَزِيدُ عَلَى صَلاتِهِ فِي بَيْتِهِ وَصَلاتِهِ فِي سُوقِهِ خَمْسًا وَعِشْرِينَ دَرَجَةً» (بخاری ۲۹۵ ) .

۷- جومات ته تلل د نورو مسلمانانو سره د ارتباط او محبت وسيله ده .

۸- د اخوت او اسلامي ورورولی قوت ، ماشوم د بل هر چا څخه د جومات ملګری خوږ او ګران وي .

۹- جومات د الله تعالی کور دی او په جومات کې اوسېدل د الله تعالی مېلمستيا ده ، نو انسان د زړه د پاره دا تر بل هر ځای څخه ښه د مراقبت ځای دی .

۱۰- ماشوم په جومات کې د لمانځه او صفونو ترتيب او تنظيم زده کوي ، چې د زړونو د وحدت او يوالې سبب ګرځي .

۱۱- ماشوم د جماعت په ادا کولو کې د ټول ژوند ترتيب او تنظيم زده کوي ځکه ماشوم چې کله د لمانځه په وخت او جماعت عادت شو ټول کارونه به يې همداسې منظم وي .

۱۲- په جومات کې وعظ زده کوي او د وعظ او ارشاد آداب زده کوي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email