عبادت د اسلامي عقيدې ښکارندوي دی .که څه هم چې ماشومانو ته د بلوغ نه مخکې د عبادت څه مسؤليت نه دی متوجه مګر د بلوغ د دوري نه مخکي بايد ماشومان د دين او شريعت له  احکامو سره بلد شي ،او هڅه وشي چې په دي دوره کې هغوی ته په ښو کارونو امر او له بدو کارونو منع شي تر څو د تل لپاره ورسره عادت شي .

د عبادت تعريف :

عبادت په لغت کې ، خشوع ، ټيټېدل ، غاړه ايښودلو او فرمانبرداري کولو ته وايي .

په اصطلاح کې خاص الله تعالی ته په محبت او تعظيم سره ټېټېدو او عاجزۍ ته عبادت وايي داسې چې د (اسلامي شريعت) اوامر پر ځای کړي او له منکراتو او منع کړ شويو شيانو څخه پرهيز وکړي .

د عبادت د صحت شرطونه :

۱- د عبادت لپاره خالصه عقيده او اخلاص شرط دی يعنې خاص د الله تعالی لپاره به وي ، منافقت او ريا به پکې نه وي ، لقوله سبحانه وتعالی :[ وَمَا أُمِرُوا إِلا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ وَيُقِيمُوا الصَّلاةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ وَذَلِكَ دِينُ الْقَيِّمَةِ] (سورة البينة: الآية ۵) .

ژباړه : او هغوی ته پرته له دې هيڅ امر نه وو شوی چې : عبادت وکړئ د الله داسې چې خالص او سوچه کوونکی وي الله لره ( د شرک او نفاق څخه پاک) په داسې حال کې چې را ګرځېدونکي وي د باطل څخه حق ته او لموځونه وکړي ، زکاتونه ورکړي او همدا محکم او مسقيم او روغ دين دی .

۲- دا چې په عبادت کې به د رسول الله صلی الله عليه وسلم متابعت وي ځکه چې الله سبحانه وتعالی فرمايي :[ وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ] (الحشر: ۷ ) .

ژباړه : او هغه څه چې رسول يې تاسې درکوئ واخلئ او له هغه څه نه چې تاسې منع کوي ډډه وکړئ او له الله څخه ووېرېږئ ، يقيناً چې الله تعالی سخت عذاب ورکوونکی دی .

Print Friendly, PDF & Email