دريم – د قرآنکريم محبت

تربيه کوونکي بايد خپل ماشوم د قرآن د مرتبي او عظمت سره آشنا کړی چې :قرآنکريم د اسلام او اسلامي شريعت لومړی آساسي مصدر دی او قرآنکريم د الله تعالی د جانبه د بشريت د پاره د هدايت يوازنی نسخه ده .

الله تعالی فرمايي :إِنَّ هَـذَا الْقُرْآنَ يِهْدِي لِلَّتِي هِيَ أَقْوَمُ وَيُبَشِّرُ الْمُؤْمِنِينَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا كَبِيرًا (الاسراء ۹ /)

(بې شکه دغه قرآن لار ښيي چې هغه سمه سيخه ده او هغو مؤمنانو ته چې ښه کارونه کوي زېری ورکوي ، چې د دوی د پاره لويه بدله ده ).

آن لاين اسلامي لارښود – د اولاد روزنه

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي