لومړی – د ماشوم په زړه کې د الله تعالی د محبت ځايول

کله مو چې خپلو اولادونو ته د کلمه توحيد او د ايمان ارکانو ضروري زده کړه ورکړله وروسته د هغه په زړه کې د الله تعالی ، رسول صلی الله عليه وسلم ، اهل بيت ، صحابه کرام او صالح مسلمانانو د محبت نصيحت کوو .

اول- د ماشوم په زړه کې د الله تعالی د محبت ځايول :

۱- دا ځکه چې الله تعالی مونږ د عدم څخه پيدا کړي يو او په ټولو مخلوق يې غوره کړې يو او بیا يې مونږ ته د اسلام دين چې د دنيا او آخرت سعادت دی په نصيب کړی دی او په آخرت کې یې د سترو نعمتونو وعده را سره کړې ده .

۲- دا ځکه چې حب او محبت په پټه او ښکاره سره د احترام او هيبت سبب دی ، تر څو زمونږ اطفال د خپل رب (جل جلاله) احترام وکړي چې احترام د الله تعالی د احکامو او اوامرو پر ځای کول دي او هيبت د عذاب څخه وېره کول دي .

۳- دا ځکه چې اطفال غالباً د خپلو والدينو سره تعلق لري هغوی يې روزنه او پالنه کوي ، اطفالو ته دا په فکر کې ورکول چې رب (جل جلاله ) چې حی القيوم دی تر خپلو والدينو پر بنده ګانو مهربانه دی او کچېرې والدين هم نه وي د خپلو بنده ګانو اصلي ساتوونکی او پالونکی دی .

۴- دا ځکه چې د الله تعالی محبت لرل د هغه د کلام قرآن سره د محبت لرلو وسيله جوړيږي او د الله تعالی د احکامو سره د محبت سبب ګرځي مثلاً : د لمانځه سره يې محبت پيدا کيږي کله چې آذان واروي په پوره شوق سره جومات ته ځان رسوي ، او په دې باندې پوهيږي چې الله تعالی څوک خوښوي :پاک کسان ، ښه او نيک کسان ، رښتنې او صادقان ، صبرکوونکي ، پر الله تعالی توکل کوونکي او الله تعالی د مؤمنان کومک او نصرت کوي او الله تعالی خائنان ، فاسقان ، ظالمان ، مفسدين ، کبر کوونکي او کافران نه خوښوي .

لقوله سبحانه وتعالی : [إِنَّ اللَّهَ يُدَافِعُ عَنِ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ اللَّهَ لاَ يُحِبُّ كُلَّ خَوَّانٍ كَفُورٍ] (الحج :۳۸ ).

ژباړه:يقيناً چې الله تعالی دفع کوي (د کفارو مکر) له هغو کسانو څخه چې مؤمنان دي او يقیناً چې الله تعالی هر خائن او ناشکره نه خوښوي .

۵- دا ځکه چې د الله تعالی محبت په ښه زړه او شوق سره د اطاعت او د منکراتو څخه د پرهيز سبب دی .

۶- دا ځکه چې د الله تعالی محبت په دې باندې اقرار دی چې هغه (جل جلاله) په هر وخت او هر ځای کې زما پر اعمالو او کړنو خبردار دی چې په دې سره انسان ته راحت او اطمنان حاصليږي او د فاسدو نفسي امراضو څخه ساتل کيږي .

۷- دا ځکه چې د انسان عزت او کرامت په ايمان او تقوی کې دی نه په مال او مرتبه کې .

کچېرې مونږ د خپل اولاد د پاره عزت او کرامت غواړو نو دا عزت او کرامت په سالمه عقېده او تقوی کې دی:[ إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ] (الحجرات :۱۳) .

ژباړه: يقيناً د تاسې څخه ډير مکرم او معزز د الله تعالی په نزد ډير متقي د تاسې دی .

۸- دا ځکه چې د الله تعالی محبت د هغه په هر وخت او هر ځای کې د ياد ساتلو او بلاخره دين او ايمان ساتلو وسيله ده .

حضرت رسول صلی الله عليه وسلم ابن عباس رضی الله عنه ته داسې نصيحت کړی دی :

د الله دین وساته هغه به تا وساتي !
د الله دین وساته هغه به له تاسره مل وي !
یواځی له الله نه سوال کوه !
یواځی له الله نه مرسته غواړه !

او پوهه شه ! که ټول انسانان ددې له پاره را یوځای شي چې تاته ګټه ورسوي تاته به له هغه زیاته ګټه ونه رسوي کومه چی الله ستا له پاره لیکلی ده.
او که ټول انسانان ددې له پاره رایوځای شي چې تاته ضرر ورسوي تاته به هیڅ ضرر ونه رسوي یواځی هغه ضرر به درته رسیږي چی الله درته لیکلی دی.
قلمونه دریدلی او صحیفی بندی شوی دی .

او په بل روایت کی دا زیاتونه راځي :

په عادی حالاتو کی د الله حقوق وپیژنه هغه به په سختی کې درسره مل وي

او پوهه شه ! چی الهی مرسته په صبرسره ترلاسه کیږي ،او له غم سره خوشالی مله وي اوله سختی سره اسانتیا مله وي

(رواه الترمذي بالسناد صحيح ) .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 53 times, 1 visits today)