د مشهور امريکايي خبريال د هدايت قيصه

زما نوم ادي ريتزوفيک د تلويزيون د (دين توک شو ) خپرونې وړاندې کوونکی يم ، په نيوراک کې زږېدلی يم او په شيکاګو کې روزل شوی يم چې زيات عمر مو همدلته تير شوي او دلته زمونږ ستره کورنۍ ده او او زه د برازلي کلپ”جريسي جيجستو ” استاذ يم .

د هدايت څخه مخکې :

شيخ فهد :

غواړم چې ته مونږ ته د هدايت څخه وړاندې حالت بيان کړې ؟

ادي ريتزوفيک:

کولای شم ووايم چې د ځوانانو د پاره د دين مفهوم عجيب او نا پيژندل شوی وو ، ځکه دوی په دغه سن کې د خپلې خوښي او خپلې هوا او خواهشاتو کارونه تر سره کول او بس ، څه يې چې له وسه کېدل هغه يې تر لاسه کولای شوای .

د مال جمع کول او د ځان مطرح يې ديانت او د ژوند اصلي مقصد وو .

زمونږ کورنۍ اسلام ته توجه نه کوله ، مګر الحمدلله زما اجدادو پر اسلام عمل کولو .

د ادي نيا وايي :

زه او زما خاوند به دائم لمونځ کولو .

ادي (فالو) ته زمونږ د ليدلو لپاره راتللو او کله ما د هغه پالنه او پاملرنه کوله او هغه زمونږ سره لمونځ کولو ، هغه به شورت اغوستلو بيا ما هغه ته جامې ورکړې .

ادي وايي: مګر کله به چې زه شيکاګو ته راغلم هر څه به مې له ذهن څخه ووتل . او کله به چې روژه راغله يوازې د نشيي شيانو څخه به مو پرهيز کولو نور مو روژه نه نيوله او د روژې په آخر کې به بيرته خپل پخواني حالت ګرځيدو .

د ادي پلار وايي :

هغه زما د پاره د تمثيل لوړ نماينده وو ، او لکه څنګه چې تاسې وليدل ادي زما د ګناه او خطاء تابع وو ، مګر هغه سندري ويونکی نه وو ، خو زمونږ د سندرو او کنسرت تابع او ليدونکی وو .

د ادي ماما وايي :

ادي به دلته د علاج او درملنې لپاره راتللو او د ليدلو پر مهال به مو د ځينې شيانو په اړه خبرې کولې او د مختلفو موضاتو په اړه به مو مناقشې کولې ، د هغه سن کوچنی او تجربه يې کمه وه او زمونږ د دين په اړه يې ډيره پوهه نه لرله او ما د هغه لارښوونه کوله .

د هدايت سبب مو کوم آيت ؤ؟

شيخ فهد:

تر دې ځای پورې مو د ځوانی د دوران د عيش قيصې وې دا واضح کړه چې بيا مو هدايت څنګه وموند؟

ادي :

(قصه اوږده ده ) په قبر کې مې د يو دفن شوي مړي څخه ليدنه وکړه او دا قيصه مې د خپل ماما سره شريکه کړه ، هغه ماته د (مرګ وروسته احوالو) يو کتاب راکړ د هغه کتاب ځينې برخې مې ولوستلې او د مرګ څخه ډير ووېرېدم چې د مرګ نه پس به څه پيښيږي ؟

شيخ فهد :

وروسته لدې چې د مرګ څخه ووېرېدې او د مرګ په باره کې دې ډير کتابونه ولوستل ، د قرآن آيتونو دې ولوستل، د قرآنکريم کوم آيت ستا د هدايت سبب شو ؟

ادي :

زما په زړه يې چې اثر وکړ هغه د سورت انعام دغه ايت : وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلاَّ لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَلَلدَّارُ الآخِرَةُ خَيْرٌ لِّلَّذِينَ يَتَّقُونَ أَفَلاَ تَعْقِلُونَ (الأنعام :۳۲).

باړه: او دنيايي ژوند نه دى مګر لوبه او تماشه، او یقینًا د اخرت كور د هغو كسانو لپار ډېر غوره دى چې پرهېزګاره دي، ایا نو تاسو عقل نه لرئ.

ټول خلک په همدې مسابقه اخته دي چې څنګه په منزلت او منصب کې يو له بله لوړ شي او څنګه د هغو څخه قوت تر لاسه کړم کوم چې د خلکو په نظر مشهور شوي دي .

دا ټول هغه څه دي چې مونږ همدې مادياتو مشغول کړي يو چې لاپي او فخر کول دي.

او زمونږ سره مال او هر څه امکانات شته مګر د روح مفلس يو .

مګر حمد او ثنا هغه الله تعالی لره دی چې ماته يې په اسلام سره هدايت وکړ او زما زړه او روح يې (د مادي پرستی) څخه خالي کړ ، حقيقي خوښي او سعادت مې په نصيب شو .

شيخ ادي نه يوازې دا چې خپله هدايت وموند بلکي د ټولي کورنۍ د هدايت سبب شو .

د ادي پلار وايي : زمونږ په کورنۍ کې هيڅ چا پنځه وخته لمونځ نه کولو .

ادي وايي : يو ورځ مې هغه پاڅولو چې راځه جومات ته لاړ شو ، وويل : راځئ د سهار لمانځه لپاره جومات ته لاړ شو ، ډير ښه .

مګر نه پوهيږم چې ما څنګه د (ام سی سی ) مرکز پيدا کړ .

وويل : راځئ د ام سي سي جومات ته لاړ شو هلته ډير اجر دی او هغه جومات زمونږ د کور نه څو ميله لرې وو .

د ادي پلار :

دا خوب ؤ

کولای شم ووايم يو معجزه خو د انبياء او رسولانو معجزه

مګر دا د الله رحمت دی ، زه نن ورځ سپين ږېری يم

زه سندرې ويونکی وم خو نن د ځمکې پر سر سعادت من انسان يم

د خپلې کورنۍ تعليم ته پاملرنه :

شيخ فهد:

وروسته له دې چې تاسې هدايت وموند آيا د خپلې کورنۍ او اولادونو د تعليم حرص لرئ ؟

ادي:

يقين دی چې مونږ ددې دنيا نه رحلت کوو .

محمد صلی الله عليه وسلم مونږ ته خبر راکړې چې تر قبر پورې به دری شيان در سره وي : اهل عيال ، ملګري او صالح اعمال ، او د مرګ وروسته به يوازې دوه شيان درسره وي .

يو د هغه څخه چې ډير عظيم عمل دی صالح اولاد دی چې د هغه اجر د سړي په نيکو اعمالو کې رسيږي .

د شيخ ادي زوی له ياده قرآنکريم لولي .

ادي وايي : قرآن د الله تعالی هغه معجز کتاب دی چې کوچنی ماشوم هغه له ياد ويلای شي .

مګر بل هيڅ کتاب داسې نه دی .

قرآن هغه يوازنی کتاب دی چې ميليونو خلکو حفظ کړی دی .

ادي چې په شيکاګو د يو کلپ استاذ دی وايي :

له کوچنيوالی څخه د قتال سره مينه لرم او د اهل فن څخه مې د قتال ډير فنون زده کړي دي .

قتال (جهاد) د اسلام اساس دی او د قتال لپاره دا ډول فنون اساس بلل کيږي .

د کلپ په يو ديوال مې دا حديث ليکلی دی : «خيرکم من أحسن خلقه » .

شيخ ادي د کلپ د استاذۍ تر څنګ د «دين اشو» تلويزوني پروګرام پر مخ وړي .

کوم چې د حج او اسلام په باره کې معلومات وړاندې کوي .

شيخ ادي وايي : هدايت د الله تعالی سره دی زمونږ په توان کې دا نشته چې خلکو ته هدايت وکړو .

مګر الله تعالی دا پر مونږ فرض کړي چې نور خبر کړو د کوم په اړه چې مونږ پوهيږو

Print Friendly, PDF & Email