نومونه په څو برخو ويشل شوی دي غوره نمونه مباح او جايز ، حرام او مکروه :

غوره نومونه :

هغه نومونه دي چې په هغه کې د بندګۍ صفت موجو وي لکه عبدالله ، عبدارحمن ، عبدالخالق او نور ..

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : «إن أحب أسمائكم إلي الله: عبدالله و عبدالرحمن».

يعني: الله ته خوښ نومونه عبدالله ، عبدالرحمن دي.( مسلم ۲۱۳۲) .

همدارنګه د پيغمبرانو نومونه ايښودل ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  پخپل زوی باندې ابراهيم نوم ايښی وو .

او همدارنګه د صحابه کرامو رضی الله عنهم نومونه ايښودل چې کولای شو دلته د زبير بن عوام رضی الله عنه نوم د نمونې د پاره ياد کړو چې د بدر نهو تنو شهيدانو پخپلو زامنو باندې د زبير نوم ايښی وو .

مباح نومونه : هغه نومونه دي چې په اړه يې شرعي ممانعت نه وي راغلی .

حرام او مکروه نومونه :

حرام او مکروه نومونه په لاندې ډول دي :

الف ) حرام نومونه: ټول هغه نومونه دي چې الله (جل جلا له)  ته خاص وي لکه : خالق ، ملک الملوک او داسې نور چې دا خاص د الله (جل جلا له)  صفات دی او په دې قول د ټولو فقهاؤ اتفاق دی .

لکه ابن قيم رحمه الله  چې وايي: هغه اسماء چې الله (جل جلا له)  ته خاص دي لکه : الله ، رحمن ، حکم ، احد ، صمد ، خالق ، رازق ، جبار ، اول ، آخر ، باطن ، علام الغيوب او نور…. (تحفة المودود ص ۹۸ ) .

هغه اسماء چې الله (جل جلا له)  ته خاص دي د حرمت دليل د بخاري شريف دا حديث دی :

 عن أبي هريرة رضي الله عنه قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ” أخنى الأسماء يوم القيامة عند الله رجل تسمى ملك الملوك (البخاري).

ژباړه : ابي هريره رضی الله عنه  وايي رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : د قيامت په ورځ الله جل جلا له  ته بدترين نوم د هغه چا دی چې په ځان يې د پاچانو پاچا يا شاهينشاه نوم ايښودلی وي .

او هغه نومونه چې د الله (جل جلا له)  او نورو تر مينځ مشترک وي جايز دي لکه علی ، لطيف او بديع .

ب ) : شرکي نومونه : هغه نومونه دي چې په غيرالله باندې دلالت کوي لکه : عبدالعزی ، عبد الکعبه ، عبدالدار ، عبد علی ، عبد الحسين ، عبد المسيح ، عبد الرسول …. او نور

وتحرم التسمية بكل اسم معبد مضاف إلى غير الله سبحانه وتعالى كعبد العزى ، وعبد الكعبة ، وعبد الدار ، وعبد علي ، وعبد الحسين ، وعبد المسيح أو عبد فلان … إلخ (حاشية ابن عابدين ۵/۲۶۸ ، ومغني ۴/۲۹۵) .

والدليل على تحريم التسمية بكل معبّد مضاف إلى غير الله سبحانه وتعالى ما رواه ابن أبي شيبة عن يزيد بن المقدام بن شريح عن أبيه عن جده هانئ بن يزيد رضي الله عنه قال : ” وفد على النبي صلى الله عليه وسلم قوم ، فسمعهم يسمون : عبد الحجر ، فقال له : ما اسمـك ؟ فقال : عبد الحجر ، فقال له رسول الله صلى الله عليه وسلم : إنما أنت عبد الله (من الموسوعة الفقهية ۱۱/۳۳۵).

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email