دريم – د سر د ويښتانو خريل

مستحب ده چې په اومه ورځ د پيدا شوي ماشوم د سر ويښتان وخريل شي او د هغه د وزن موافق سپين زر يا د هغه قيمت صدقه کړ شي .

حضرت علی رضی الله عنه روايت کوي چې : رسول صلی الله عليه وسلم فاطمه رضی الله عنها ته وويل :« يا فاطمه ،احلقي رأسه وتصدقي بزنه شعره فضه» (الترمذی :۱۵۱۹ ).

ژباړه : ای فاطمې ! سر يې وخريه او د ويښتانو په وزن يې سپين زر صدقه کړه .

همدارنګه ابو رافع روايت کوي چې کله حسن رضی الله عنه دنيا ته راغی جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم بې بې فاطمې رضی الله عنها ته و فرمايل : (احلقي رأسه، و تصدقي بوزن شعره فضة علي المساکين) « د سر ويښتان يې وخريه او د هغه په وزن سپين زر مساکينو ته صدقه کړه ». (الإرواء 1175).

د سر ويښتانو د خريلو حکمت د نعمت شکرانه ده ، او په صحي لحاظ د سر د خريلو په وسليه د هغه د سر سورې خلاصيږي او په دې سره يې ويښتان ، سترګې او غوږونه قوي کيږي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email