کله چې ماشوم پيدا شي د هغه په ښي غوږ کې آذان او ګين غوږ کې اقامت ويل مستحب دي ، اذان او اقامت ويل به په متوسط آواز وي داسې چې ماشوم یې واروي .

عبید الله بن أبی رافع له خپل پلار څخه روايت کوي چې :« رأيت رسول اللّه صلى اللّه عليه وسلم أذن في أذن الحسن بن عليّ حين ولدته فاطمة » (ابوداود: ۵۱۰۵ ) .

ژباړه : ما وليد رسول الله صلی الله عليه وسلم چې د حسين بن علي رضی الله عنهما په غوږ يې آذان وکړ لکه چې بی بی فاطمه رضی الله عنها زږولی وو .

په غوږ کې د آذان کولو حکمت :

الف ): دا چې لومړی انسان ته د خپل رب (جل جلاله) د توحيد آواز ورسي ، په توحيد باندې شهادت د اسلام هغه شعار دی چې څوک نوی دنيا ته راځي او يا کله اسلام ته داخليږي نو هغه ته د توحيد داسې تلقين ورکول لکه څنګه چې د ځانکندن په وخت کې د توحيد د کلمې تلقين ورکول کيږي .

ب ) : شيطان د آذان څخه تښتي ، شيطان د انسان هغه دوښمن دی چې د پيداښت سره سم په کمين کې ناست وي او غواړي چې د بنده تعلق د خپل خالق څخه قطع کړي .

رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :« أن الشيطان يفر عندما يسمع صوت الاذان»

ژباړه: شيطان چې کله د آذان غږ واوري نو تښتي.

ج ): د اسلام طرف ته دعوت او همدارنګه د ستر عبادت طرف ته دعوت کول چې هغه لمونځ دی، لکه څنګه چې هر مولود الله تعالی د اسلام په فطرت سره پیدا کوي ، خو شيطان هغه د ګمراهې طرف ته دعوتوي لکه مخکې مو چې اشاره ورته وکړ .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email