د جنين حقوق

جنين د مور په ګيډه کې بچي او يا د مور په رحم کې حمل ته وايي چې شرعاًخاوند او ښځې دواړو ته دا مسئوليت متوجه دی چې د هغه ساتنه وکړي او هغه ته د ضرر رسيدو مخنوی وکړي ، ښځه په رحم کې د بچې په ساتنه امينه ده ، الله سبحانه وتعالی فرمايي ::[وَلاَ يَحِلُّ لَهُنَّ أَن يَكْتُمْنَ مَا خَلَقَ اللّهُ فِي أَرْحَامِهِنَّ إِن كُنَّ يُؤْمِنَّ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ] (البقره: 228).

ژباړه: او ورته حلال نه دي چې هغه څه پټ کړي چې الله (جل جلا له)  د دوی په رحمونو کې پيدا کړي دي کچېرې دوی پر الله (جل جلا له)  او ورځ د آخرت ايمان لري.

اسلام ښځې ته د حمل په دوره کې د روژې خوړل مباح کړي په هغه صورت کې چې بچي ته ضرر رسيږي ، ددې څخه ښه څرګنديږي چې والدين د جنين په ساتنه او حفاظت مکلف دي .

او خاند او ښځې ته په هيڅ صورت کې جايز نه دي چې حمل له مينځه يوسي هغه که په بې علمۍ ، بې احتياطۍ له وجې وي يا د مضرو درملو خوړلو له لارې او يا په بله طريقه وي داسې کول حرام او عظيمه ګناه ده .

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [قَدْ خَسِرَ الَّذِينَ قَتَلُواْ أَوْلاَدَهُمْ سَفَهًا بِغَيْرِ عِلْمٍ] (الانعام ۱۴۰).

ژباړه: يقيناً هغه کسان زيانمن شول چې په ناپوهۍ سره يې خپل اولادونه د جهالت له کبله ووژل.

او فرمايې: [وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلاقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُم إنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْءًا كَبِيرًا] (بني اسرائيل ۳۱).

ژباړه: او د فقر له وېرې خپل اولادونه مه وژنئ، مونږ دوی او تاسې ته روزي در کوو، په رښتيا چې د دوی وژل ستره ګناه ده.

کچېرې مور يا بل څوک د جنين د قتل سبب شول په هغوی باندې غرة ( د ديت لسمه برخه ) واجبيږي .

آن لاين اسلامي لارښود – د اولاد روزنه

Print Friendly, PDF & Email