اول – د صالحې ښځې او صالح خاوند انتخاب

کورنۍ عبارت ده له خاوند ، ښځې او اولاد څخه چې دا د ټولنې بنسټ جوړوي او د کورنۍ جوړښت د نکاح او واده پرته امکان نلري ، پس د نکاح شرعي حکم د انساني فطرت غوښتنه، د ټولنې بنسټ د نسل بقاء بلل کيږي چې دا په صالح ازدواج سره پيل کيږي (تربیه طفل في الأسلام / ماجستر سيما ص ۲۰ ، تربیة الطفل في الأسلام /دوکتور ابراهيم ص ۱۵) .

د صالح اولاد بنسټ د صالحې ښځې انتخاب دی :

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي: «تنكح المرأة لأربع: لمالها، ولحسبها، ولجملها، ولدينها، فاظفر بذات الدين تربت يداك» (متفق عليه).

ژباړه: ښځه د څلورو شيانو په نظر کې نيولو سره انتخاب کړﺉ: مال او دارايي، اصل او نسب، ښايست او دينداري، پس دينداره ښځه انتخاب کړه، لاس دې په خاورو سپره شه (ابي هريره)

په پورته حديث شريف کې په ذات الدين صفت باندې تأکيد شوی ځکه که ښځه دينداره وي نو دينداري د ټولو صفاتو بنسټ او اساس بلل کيږي، هغه صفات چې په ذات دين ښځه کې شامل وي ځينې يې په لاندې ډول دي:

۱- سالمه عقيده

سالمه عقيده چې د اهل سنت و الجماعت موافق وي د ټولو ښو اعمالو بنسټ بلل کيږي او که د اهل بدعت او اهل ضلالت څخه وي نو هغه ذوات الدين يا دينداره نه بلل کيږي.

۲- د ميړه اطاعت:

دينداره ښځه د خپل ميړه اطاعت کوي ځکه چې هغه د الله (جل جلا له)  او رسول الله صلی الله عليه وسلم  د امر فرمانبرداره وي الله (جل جلا له) او رسول الله صلی الله عليه وسلم هغې ته د خپل خاوند د اطاعت کولو حکم کړی دی.

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: «قِيلَ لِرَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَيُّ النِّسَاءِ خَيْرٌ؟ قَالَ: الَّتِي تَسُرُّهُ إِذَا نَظَرَ، وَتُطِيعُهُ إِذَا أَمَرَ، وَلَا تُخَالِفُهُ فِي نَفْسِهَا وَمَالِهَا بِمَا يَكْرَهُ» (رواه النسائي ۳۱۳۱).

ژباړه: ابی هريرة رضی الله عنه وايي: چا د رسول الله صلی الله عليه وسلم  نه پوښتنه وکړه چې کومه ښه ښځه ده؟ ويې فرمايل:هغه چې کله ور ته وګورې خوشحاله شي، چې کله د څه امر ور ته وکړي اطاعت کوي، او د ځان او مال په حصه کې کوم چې ته يې نه خوښوې مخالفت نه کوي (ستا په غيابت کې د خپل نفس او مال حفاظت کوي).

بل حديث شريف کې راغلی:«الدنيا كلها متاع، وخير متاع الدنيا المرأة الصالحة» (رواه مسلم ۱۴۶۸).

ژباړه: دنيا ټوله (متاع) ده، د دنيا غوره متاع صالحه او دينداره ښځه ده.

۳- د خير په کار کې د ميړه مدد کول

دينداره ښځه د خپل خاوند د دين او ايمان مددګاره وي هغه ته په طاعت امر کوي او له بې دينۍ او ناروا کارونو څخه يې منع کوي.

په حديث شريف کې راغلي رسول الله صلی الله عليه وسلم عمرفاروق رضی الله عنه ته و فرمايل:ايا تا د غوره مال او کنز څخه خبر نه کړم چې يو څوک يې زخيره کوي؟ هغه غوره مال او دولت عبارت له: شاکره زړه، ذاکره ژبه او مسلمانه ښځه (رواه الترمذي ۳۰۹۴).

۴- دينداره ښځه نيکوکاره او صالحه وي

دينداره بی بی د خپل رب فرمانبرداره وي او کله چې ميړه مسافر وي هغه د خپل کور او آبرو حفاظت کوي او تر ټولو مهمه دا چې خپل اولاد ته اسلامې روزنه ورکوي.

لقوله تعالی: [فَالصَّالِحَاتُ: قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللَّهُ] (النساء/ ۳۴)

 ژباړه: نو نېکې ښځې امر منونکې دي او د (ميړو) په غياب کې (د هغوی د شان او مال) ساتنه کوي له همدې امله الله پاک د هغوی (د حقونو پر ميړونو باندې) ساتنه کړې ده.

وعَنْ سَعْدِ بْنِ أَبِى وَقَّاصٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم: «أَرْبَعٌ مِنَ اَلسعَادَةِ: الْمَرْأَةُ الصَّالِحَةُ، وَالْمَسْكَنُ ألوَاسِعُ، وَاَلجَارُ الصَّالِحُ، وَالْمَرْكَبُ اَلهَنِيءُ، وَأَرْبَع مِنَ اَلشًقَاوَةِ: اَلْجَارُ السُّوءُ، والمرأة اَلسُّوءُ، وَالْمَسْكَنُ اَلضيقُ، وَالْمَرْكَبُ السُّوءُ».

ژباړه: سعيد بن ابی وقاص وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي: څلور د سعادت او نيکبختۍ څيزونه دي: صالحه او دينداره ښځه، پراخه استوګنځۍ، صالح ګاوندی،راحت او آسوده سورلۍ، او څلور د بدبختی څيزونه دي: بد ګاوندی، بده ښځه، تنګ کور، بده سورلۍ.

۵- دينداري د جنت د دخول وسيله ده

دينداره ښځه د خپل رب (جل جلاله) او په نيک کار کې د خپل خاوند اطاعت کوونکې وي چې داسې ښځه به په ډير اکرام او عزت جنت داخليږي هغې ته به ويل کيږي له کومې دروازې چې غواړې جنت ته داخله شه.

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي: «إِذَا صَلَّتْ الْمَرْأَةُ خَمْسَهَا وَصَامَتْ شَهْرَهَا وَحَفِظَتْ فَرْجَهَا وَأَطَاعَتْ زَوْجَهَا قِيلَ لَهَا ادْخُلِي الْجَنَّةَ مِنْ أَيِّ أَبْوَابِ الْجَنَّةِ شِئْتِ»  (رواه أحمد ۱۶۶۴)

يعني: کله چې کومه ښځه پنځه وخته لمونځ وکړي، د رمضان روژه ونيسي، د آبرو حفاظت وکړي او د ميړه اطاعت وکړي، هغې ته ويل کيږي له کومې دروازې چې غواړي جنت ته ننوځه.

نو څرګنده شوه چې د ښځې دينداري زيات اهميت لري دينداره ښځه د دنيا او آخرت د نيکبختۍ سبب ګرځي.

د صالح اولاد بنسټ د صالح خاوند انتخاب دی:

والدين د خپل اولاد لپاره نمونه او مثال وي چې اولاد د هغوی د هرې وينا او کړنې څخه تقليد کوي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : (إذا أتاكم من ترضون خلقه ودينه فزوجوه) إن لا تفعلوا تكن فتنة في الأرض وفساد عريض) الترمذي .

يعنې : کله چې راشي تاته د خواستګارۍ د پاره داسې څوک چې دين اخلاق يې د رضايت وړ وي نو هغه ته يې په نکاح ورکړئ ، او که داسې ونه کړئ نو فتنه او فساد به په ځمکه کې زيات شي .

د اولاد د اسلامي روزنې مسئوليت پلار او بيا مور ته متوجه دی ، کله چې پلار او مور صالح او متقيان وي پر اولاد يې اثر پرېوځي او متقيان والدين د خپلو اولادونو روزنې د الله تعالی د جانبه فرض ګڼې او په هغه کې غفلت نه کوي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email