د اسلام راوړلو اعلان (دريمه برخه )

شيخ فهد :

آيا اسلام راوړل مو علني اعلان کړل که څنګه او ددې خبر تأثير څه وو ؟

هغه وخت زما سره کامره او تلويزيون وو او د هغه له کارولو سره بلد وم ، له ځانه سره مې وويل چې لاشم لاندې منزل ته او ښځې مې خبره کړم او د هغې سره د اسلام په اړه په ښه شان خبرې وکړم .

ښځې ته مې وويل : آيا تاسې پوهيږئ چې کشيش (د کليسا مشر) اسلام قبول کړ؟ هغې وويل : د طلاق اراده لرې ؟

ومې ويل : څنګه ؟ ته طلاق غواړي ؟ د څه لپاره ؟ .

ومې ويل: د مسلمان نکاح له مسيحيۍ سره نه کيږي .

زه غواړم مسلمان شم ، اسلام راوړم او د حالت بدلون غواړم .

هغې وويل : نه ، د مسلمان نکاح له مسيحيه سره امکان نلري !

ومې ويل : نه ، نه مسلمانيږم مه ويرېږه .

په دې زياتونې سره چې ( د مسلمان نکاح له مسيحيه ښځې سره صحي کيږي مګر د مسلمانې ښځې نکاح له مسيحي سره نه صحي کيږي ) .

ښځې مې ويل : ته دا څه ږغوې ؟ زه غواړم چې مسلمانه شم نو ته ماته طلاق راکړه . دې خبرې هک پک کړم .

په نيمه شپه کې د خپل مسلمان ملګري کره لاړم مګر هغه بيده وو ، هغه مې له خوبه بيدار کړ چې راځه زما سره چې خبرې سره وکړو ، روان وو خبرې مو سره کولې او هغه ته مې (د روان حالت ) شکايت وکړ .

ما ته يې وويل : واروه! دا هر څه په ما پورې اړه نلري بلکي ستا او ستا په رب پورې اړه لري . لاړ شه او د هغه سره خپل راز وکړه او هغه ته خپل شکايت وکړه، مسلمانان هر ورځ پنځه ځله له خپل رب سره راز او خبرې کوي (لمونځ او دعا ) .

د پلار د کور بيرون شاه طرف ته لاړم پر ځمکه مې تندی کيښود چې «يا رب اهدني» (ای ربه ماته هدايت وکړې ) .

دا مې درک کړه چې مشکل بهرنی نه بلکي د ننه دی او دا پر مونږ ټولو د تطبيق وړ دی چې هر يو له الله تعالی څخه هدايت وغواړي او هدايت راته وکړي .

کچېرې دلته (زړه کې) اخلاص وي نو یقيناً هغه به تاته هدايت وکړي .

وروسته کور ته ننوتلم او خپل ملګري ته مې وويل : زه اوس اسلام راوړل غواړم ، زه د شهادتين ويلو په لټه کې يم .

بيا مې ميرمن حجاب کړې راغله ويل يې چې زه هم اسلام راوړل غواړم .

او مونږ ټولو په همدې سبا کې شهادتين ولوستل . او لږ څه پس مې پلار هم اسلام راوړ .

او څه وخت پس د کليسا مشرانو د کومو سره مې پيژندل او ليدلي مې وو ټولو اسلام قبول کړ .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email