رسول الله صلی الله عليه وسلم څو دفعی شرح صدر کړی احواله په حدیثو

وسيم الرحمن

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د شرح الصدر (د سينې څيرېدل) دوه ځله تر سره شوي په کوچني توب او د معراج په واقعه کې ، او په ځينې رواياتو کې څلور ځله راغلي دي .

اول – په کوچنيوالی کې : نبی صلی الله علیه وسلم  په بنی سعد کې د بی بی حليمې کره شپې ورځی تیرولی چه د عمر په څلورم یاپنځم کال د سینې څیریدوله پیښی سره مخ شو.

امام مسلم له حضرت انس رضی الله عنه څخه نقلوي چه جبرائیل علیه السلام په داسې وخت کې پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغی چه له کوچنیانو سره یې لوبې کولې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سینه یې څیره کړه زړه یې ترې رابیرون اویوه ټوټه یی ترې پرې کړه او ورته ویې ویل چه دا د شیطان برخه وه چه پرې مو کړه بیا یې زړه د سروزرو په لوښی کې د زمزم په اوبو پریمنځه اوبیرته یې په سینه کې ورته کیښود کوچنیانو چه دا پیښه ولیده په منډه حلیمی ته ورغلل او ویې ویل چه محمد صلی الله علیه وسلم  چا وواژه دوی چه هلته ورغلل محمد صلی الله علیه وسلم یې رنګ الوتی مخی ته راغی.

دوهم – د معراج په واقعه کې :

امام بخاري روايت نقل کړی چې : «فُرِجَ عَنْ سَقْفِ بَيْتِي وَأَنَا بِمَكَّةَ، فَنَزَلَ جِبْرِيلُ، فَفَرَجَ صَدْرِي، ثُمَّ غَسَلَهُ بِمَاءِ زَمْزَمَ..»

ژباړه : کله چې زه په مکه کې وم ، يو شپه مو د اتاق چت سوری شو او جبرئيل را کوز شو او زما سينه يې څېرې کړه او هغه یې په په زمزم ومينځله .

“فتح الباري” (۷/۲۰۴).

ځينې نور روايات هم شته چې په لس کلني کې او همدارنګه بعثت کې هم شرح الصدر صورت نيولی دی مګر دا روايات ضعيف دی (السيرة النبوية الصحيحة ۱/۱۰۳ ).

يقول ابن كثير في “تفسير القرآن العظيم” (۴/۶۷۷):
” يقول تعالى : ( ألم نشرح لك صدرك ) يعني : أما شرحنا لك صدرك ، أي : نورناه وجعلناه فسيحا رحيبا واسعا ، كقوله : ( فمن يرد الله أن يهديه يشرح صدره للإسلام )
وقيل : المراد بقوله : ( ألم نشرح لك صدرك ) شرح صدره ليلة الإسراء ، ولكن لا منافاة ، فإنه من جملة شرح صدره الذي فعل بصدره ليلة الإسراء وما نشأ عنه من الشرح المعنوي أيضا فالله أعلم ” انتهى .

Print Friendly, PDF & Email