د امريکايي داعيه ياسمين سره عبرتناکه مصاحبه

راپور او مصاحبه : شيخ فهد الکندري

د اسلام راوړلو مخکې حالت:

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ! نوم مې ياسمين رولاند دی .

زه په اسلام مشرف شوې امريکايۍ يمه ….

ياسمين ! د اسلام له راړولو مخکې مو څنګه ژوند وو؟

ځواب : عادي امريکايي ژوند مو لرلو ،پلار مې د کليسا د تعميد غسل ورکولو کې دنده تر سره کوله چې د کليسا په چارو کې ډير فعال وو .

نو ځکه زه د شرابو او پوډرو له نه خوړلو او نورو بې شرمه کارونو سره عادت نه ومه .

مګر هغه وخت مې ځان يوازې ګنلو ، ډير خلک همداسې وو چې پخپل ژوند کې زړه نا زړه او شک کوونکي وو په خاصه توګه د توحيد په باره کې .

له هغه څخه مې پوښتنه کوله : تاسې لکه اله داسې ياست ، دلته مختلف اديان او مختلفې لارې دي ( د مسيحيت په دين کې ) نه څرګنديږي چې کوم يو يې صحي دی؟

نو د پاتې ژوند تيرولو لپاره قضاوت پکار دی ، زه ګمان کوم چې دا زما په ژوند کې هغه شيبه وه چې حالت مې يې د اسلام راوړلو په لورې تغير کړ ، د هغه نيکبختۍ او سعادت پيل وو کوم چې ما پخپل ژوند کې غوښت .

يوه ورځ په کليسا کې له خپل پلار سره وم جدي احساس مې وکړ چې که الله غوښتې وې يو داعيه او مبشره شمه . نو په دې باره کې مې د کليسا د مشر کشيش سره پټ بحث وکړ ځکه زه پوهېدم چې پلار مې دا کار نه کوي .

کشيش ته مې وويل : زه اراده لرم چې د رب لپاره خدمت وکړم ، خلک د رب لورې ته دعوت کړم .

کشيش وويل : دا خو ستا لوی همت دی ، مګر دا ستا لپاره نه خوښوم د ښځو د پاره دا کار ممکن نه دی .

ياسمين ! آیا د اسلام سره بلدتيا مو د اماراتو له لارې وه ؟ نو د اماراتو او اسلام تر مينځ څه علاقه وه؟

ځواب : مخکې له دې چې د ادارې او تجارت څخه فارغه شمه ، تصميم مې ونيو تر څو په خارج کې درس ووايم .

د اماراتو په انتخاب کې د ادرې او تجارت د رئيس موافقه تر لاسه کول سخت وو .

هغوی وويل : ته ځې تر څو خپل ځان ورک کړي او يا تا ته څه بد مصيبت ورسیږي او تا بيا هيڅ ونه وينو . تاسې پوهيږئ له هغوی سره د جمال پرته نور څه نشته ، حالت د تا لپاره مناسب نه دی ( د هغه ځای ماحول به ستا خوښ نشي ) .

ما ورته وويل : دا زما پرېکړه ده اجازه راکړئ چې خپله پرېګړه عملي کړم .

د حالت د بدلون سبب :

همدارنګه هلته به د خپل پاتې صنف د پوره کولو لپاره درس ته تللم ، او هلته چې ما څه تر لاسه کړل يقيناً زه يې حيرانه کړې ومه او زما د پاره امتحان وو او زما لپاره د اسلام پيژندلو سبب و هغه دا چې :

د بې کاری پر مهال به مې غربي رسنۍ لکه : سي ان ان ، سي اسبانیه او نور غربي اخبار کتل .

مګر دا کتل مو د غرب له نظره وو ، چې هغوی به مسلمانان د خپلې شيطانې چهرې نه کتل .

د اسلام په اړه به چې څه ويل کېدل هغه به يا منفي وو او يا به داسې څه وو چې هيڅ حقيقت به يې نه لرلو (ټول وخت به يې د اسلام پر ضد داسې منفي تبليغات کول چې هيڅ حقيقت به يې نه لرلو او دغه تبليقات به يې په عامو خلکو کې خپرول ).

او همدارنګه هلته زما لپاره اوسېدو دا فرصت برابر کړ تر څو ووينم چې په اسلامي هيوادونو کې څه حالت دی ؟

مسلمانان څنګ خلک دي ؟ عرب څنګه خلک دي ؟ څنګه ژوند کوي ؟ ځينې کورنۍ مې لېدې چې په ساحل کې تفريح کوي احساس مې وکړ چې هلته پوره امن دی . او هيڅ فکر او احساس مې نه کولو چې هلته به امنيتي ستونزه وي .

او حساس مې وکړ چې هلته د عربو په نزد حقيقي اکرام او عزت شتون لري.

د رسنۍ له لارې مې خپل ليد پوره شو چې د مسلمانان وطن او ځمکه څنګه ده ..!

ياسمين په متحده اماراتو کې :

او په اماراتو کې يو له هغو شيانو چې زما زړه يې د اسلام لورې ته جذب کړ هغه .. آذان وو

په لوړ آواز آذان چې هر ځای ، جومات ، بازار او کور ته نږدې اورېدل کيده ، په ورځ کې پنځه ځله چې زما په زړه يې ډير تأثير کولو ، حال دا چې په عربي نه پوهېدم ، مګر زما فطرت د هغه په معنی پوهېدو او زړه ته مې يې حرکت ورکولو .

او بل چې زه يې ډيره حيرانه کړې ومه څه وو ؟

ښکلي جوماتونه ، د فساد څخه د دولت او مسلمانانو پاکوالی ، د مسلمانو ښځو هغه تور لباس چې ټول بدن به یې پکې پټ وو .

د لندن په لوري سفر او له ځانه سره د مهم فکر او پيغام راوړل:

د قهوه خرڅونکی لخوا دعوت ورکول … بيا

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email