د جرمنۍ ډاکترې اسلام راوړل

جرمنۍ ډاکتره چې اصلاً آلماني اصله يعنې اجداد يې ټول آلماني ، د نسايي او ولادې څانګې متخصصه .

چې غوښتل يې د جنسی امراضو په اړه خپل تخصص پوره کړي څه وخت يې په دې باره کې تحقيقات وکړ او ددې ښار له امراضو سره بلده شو ، بلاخره يې وغوستل چې د يو نوي او عجیب مرض په اړه تحقيق وکړي نو د خپل خاوند سره يې بل ښار ته سفر وکړ او هلته يې دری مياشتې تيرې کړې مګر هلته هم تقريباً عيني امراض وو څه نوی او غريب شی تر سترګو نه شول ځکه خپل د آلمان هيواد وو.

بلاخره يې اراده وکړه چې يو لرې هيواد ته سفر وکړي دا ځل يې د خليجې (عربي) هيوادونو په لورې سفر کولو اراده وکړه د سفر کولو مخکې يې د هغه ښار رواج ، طبعيت ،دين او مذهب ولوستل تر څو د خلکو د خوی او عادت ، جامې ،خوراک او سلوک سره بلده وي .

د څلورو مياشتو لپاره يې يو خليجې هيواد ته سفر وکړ او هلته يې د ښځو د جنسي امراض په اړه څيړنې پيل کړې .

عجيبه دا چې هغه امراض چې په آلمان کې به هره ورځ (۲۰) واقعې ثبت کېدې لکه (الملل، سأم ،او نور ) مرضونه مګر په دې هيواد کې په څلورو مياشتو کې يوه واقعه هم تر سترګو نه شوه او بيا بل روغتون ته لاړه چې دری مياشتې يې هلته تېرې کړې خو په دغه ټوله (۷) مياشتې موده کې د آلمان په څير امراض تر سترګو نشول .

آلمانۍ ډاکټره دې حالت ډير حيرانه کړه او ددې علت په لټه کې شو بلاخره یې د اعادت وروسته د روغن د يوې مسلمانې کاروونکې څخه ددې علت پوښتنه وکړه ، هغې ورته وويل : دا د يو ستر فضيلت وجه ده او دا د اسلام د تابعدارۍ وجه ده هغې ته يې دا آيت ولوستلو : [وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ] (الأحزاب:۳۵).

ژباړه: او د خپلو شرم ځایونو حفاظت كوونكي (نارينه) او حفاظت كوونكې (ښځې) .

او د هغه په اړه يې توضيحات ورکړل چې دا د پاکدامۍ وجه ده ، ډاکتره ډير حيرانه شوه او بلاخره يې د اسلام په اړه څيړنه پيل کړه ، ترجمه واله قرآن يې ولوستلو او بلاخره د دعوت مرکز ته لاړ او خپل اسلام يې اعلان کړ او جرمني ته په داسې حالت کې روانه شوه چې کامل حجاب يې اغوستی وو .

نومړې متخصصه وايي : اوس په آلمان کې يو با حجاب او د حق دين داعيه يمه چې د حق دين طرف ته دعوت کومه .

سبحان الله

إِذَا جَاءَ نَصْرُ اللَّـهِ وَالْفَتْحُ * وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّـهِ أَفْوَاجًا (النصر).

ژباړه: كله چې د الله مدد راشي او فتح * او ته خلق ووینې چې د الله په دین كې ډلې ډلې داخلېږي.

قصة الطبيبة المانية التي أسلمت بسبب آية ادهشتها في القرآن June 11- 2016

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email