د تشريق تکبيرونه

تکبيرات تشريق د عرفې د ورځې د سهار لمانځه څخه د ذوالحجې د ديارلسم تر مازديګر پورې يعنی پنځه ورځې د فرض لمانځه نه پس ويل کيږي .

دا تکبيرونه به نارينه په اوچت آواز او ښځې په ورو سره وايي .

همدارنګه دا تکبيرونه د عيدګاه د تګ په وخت کې هم ويل کيږي چې په کوچني اختر کې په ورو سره او په لوی اختر کې په اوچت آواز لوستل کيږي .

دا تکبيرونه دا دي :

الله اکبر الله اکبر ، لا اله الا الله ،‎ ‎والله اکبر الله اکبر ، و لله الحمد. (حديث صحيح/ سنن بيهقي رقم 5925)‏‎

او داسې ويل هم جايز دي  : الله‎ ‎اکبر الله اکبر الله اکبر لا اله الا الله والله اکبر الله اکبر و لله الحمد.

مسائل :

۱- يو ځل ويل يې واجب او زيات ويل يې بهتر دي .

التکبير مرة واجب و ان زاد يکون فضلا (الرد ج ۲ ص ۱۷۹ ) .

۲- په ښځو باندې هم واجب دي خو هغوی به يې په پټه وايي (الدر المختار) .

۳- که چېرې مقيم په مسافر پسې اقتدا وکړي ويل يې واجب دي (الدرالمختار) .

فوائد مهمة في أيام التشريق

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email