آيا سپوژمۍ له ځانه رڼا لري ؟ د ملحد په ځواب کې

د آن لاين اسلامي لارښود ادارې ته اسلام عليکم ورحمة الله .

يو ملحد پخپله پاڼه کې په قرآن باندې نيوکه کوي او وايي چې د [تَبَارَكَ الَّذِى جَعَلَ فِى السَّمَآءِ بُرُوجًا وَجَعَلَ فِيهَا سِرٰجًا وَقَمَرًا مُّنِيرًا] (سُوۡرَةُ الفُرقان) .

آيت کې راغلی دی چې سيارو ته يې برجونه جوړ کړل لمر او سپوژمۍ پکې نصب کړل او دا هم وايي چې سپوژمۍ رڼا لري حال دا چې سپوژمۍ رڼا نلري هغه له لمر څخه رڼا انعکاس کوي .

عبدالله – کابل
ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

[تبارَكَ الَّذِي جَعَلَ فِي السَّمَاء بُرُوجًا وَجَعَلَ فِيهَا سِرَاجًا وَقَمَرًا مُّنِيرًا] ( فرقان:۶۱).

هُوَ الَّذِي جَعَلَ الشَّمْسَ ضِيَاء وَالْقَمَرَ نُورًا وَقَدَّرَهُ مَنَازِلَ لِتَعْلَمُواْ عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ (يونس:۵).

د (سِرَاجًا ، ضِيَاء) معنی دا ده چې له ځانه نور ولري او د (مُّنِيرًا ،نُورًا) معنی دا ده چې خپله نور نلري بلکي د لمر څخه نور اخلي .

دې مطلب ته قرآنکريم سوونه کاله مخکې اشاره کړې ، مفسرينو سوونه کاله مخکې د هغه معنی او تفسير کړی مګر بشر ډير وروسته دا مسئله کشف کړه .

وقال البيضاوي: “وقيل ما بالذات ضوء وما العرض نور، وقد نبه سبحانه وتعالى بذلك على أنه خلق الشمس نيرة في ذاتها والقمر نيراً بعرض مقابلة الشمس والاكتساب منها”( تفسير البيضاوي 1/ 185).

يعنې : يو پخپل ذات کې روښنايي ده او بل عرضي يا بل پورې تړلی رڼا ده ، او یقيناً الله سبحانه تعالی دا بيان کړی چې هغه لمر پيدا کړی چې له ځانه رڼا لري او د لمر په مقابل کې یې سپوژمۍ پیدا کړی چې له لمر څخه رڼا اخلي او هغه ته انعکاس ورکوي.

النور، والضياء هو ما كان بالذات، والنور ما كان بالعرض .

وقال الشوكاني: “قيل: الضياء أقوى من النور، وقيل: الضياء هو ما كان بالذات، والنور ما كان بالعرض؛ ومن هنا قال الحكماء: إن نور القمر مستفاد من ضوء الشمس

أنظر الكشاف للزمخشري 1/ 512، وتفسير أبي السعود 4/ 120، وتفسير النسفي 2/ 118، وتفسير البيضاوي 1/ 185، وفتح القدير للشوكاني 2/ 615، وروح المعاني للألوسي 1/ 166، والبحر المديد 2/ 471.

ددې څخه څوک انکار نشي کولای چې سپوژمۍ رڼا لري ، ټول يې په سترګو ويني چې په تياره شپه کې سپوژمۍ ځليږي او ځمکې ته يې رڼا رسيږي دا چې دا رڼا يې ذاتي او که عارضي بيله خبره ده .

دا موضوع مو بيان کړه چې د سپوژمۍ رڼا عارضي ده له لمر څخه يې اخيستي .

او د ( البروج) څخه مطلب ستورې دي او يا هم د ځمکې او لمر پرته نورې سيارې دي .

فالبروج : قال ابن عباس ومجاهد والضحاك والحسن وقتادة والسدي : البروج : النجوم .

“تفسير ابن كثير” (8 / 363) .

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email