ځمکه يو طبقه او که اووه طبقې لري ؟

د انلاین اسلامي لارښود درنو چلوونکو اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته يو ملحد وايي چې په قرآن کې د اوو ځمکو يادونه شوي (طلاق :۱۲ ايه ) مګر ساينس يوه ځمکه پيژني .

احمد ضياء زهين

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د جمهورو په نزد اووه ځمکې دي يا ځمکه له اوو طبقو څخه تشکيل شوې ده ، لقوله سبحانه وتعالی :

[اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَمِنَ الْأَرْضِ مِثْلَهُنَّ] (طلاق :۱۲ ) .

ژباړه: الله هغه ذات دى چې اوه اسمانونه يې پیدا كړي دي او له ځمكې نه هم د دغو په مثل.

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «مَنْ أَخَذَ مِنَ الأَرْضِ شَيْئًا بِغَيْرِ حَقِّهِ خُسِفَ بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِلَى سَبْعِ أَرَضِينَ» (البخاري)

يعنې: څوک چې د بل چا ځمکه په ناحقه تصرف کړي د قیامت په ورځ به تر اوو طبقو پورې عرق کړ شي .

او دا چې دا طبقې څرنګه دي يوازې الله تعالی پرې پوه او عالم دی .

ځينې مفسرين وايي د دغو طبقو تر مينځ فاصله ده او ځينې مفسرين وايي : دا طبقې سره نښتې دي او د آسمان په څير يې تر مينځ فاصله وجود نلري (تفسير القرطبي ) .

او د ځمکې د داخلي برخو او طبقو په اړه د ساينس پوهان څيړنې او تحقيقات اټکلي دي په دې باره کې انسان ته پوره علم نشته . ځکه انسان تر اوسه پورې يوازې په دې باندې توانېدلای دی چې د ځمکې داخلي برخې د وسائلو په وسيله تر (13-20 ) کيلو متره پورې وڅيړي او د هغه زيات امکان نلري ځکه په دغه عمق او ژوروالی کې حرارت ډير زيات او هر څه مګما حالت لري .

پخوا ساينس پوهانو د اټکل او سطحې معلومات له مخې ويل چې ځمکه له دريو طبقو څخه تشکيل شوي ده ، مګر اوس وايي چې ځمکه له اوو طبقو څخه تشکيل شوې ده چې د هرې طبقې د موادو خاصيت او د حرارت درجه فرق لري .

د امريکا ساينس پوهانو ځمکه اووه طبقي ګڼې چې لاندې شکل يې ترسیم کړی دی :

hmm

پس ددې لويی هستۍ علم يوازې د هغه د خالق او مالک (جل جلاله ) لره دی او مونږ په هغه څه پوهيږو د کوم يې چې د آسماني دين او وحی په ذريعه خبر راکړی وي .

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email